تېره اونۍ د تورخم له لارې ٦٤٧ افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي
د ننګرهار حکومتي مسوولين وايي، تېره اونۍ د تورخم له لارې ۱۱۷ کورنۍ چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد يې نه درلودل، بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.
د ننګرهار حکومتي مسوولين وايي، تېره اونۍ د تورخم له لارې ۱۱۷ کورنۍ چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد يې نه درلودل، بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.
کاناډا ۳۵۳ نور افغان کډوال هم په يوه ځانګړې الوتنه کې دغه هېواد ته لېږدولي او د ۲۰۲۳ زېږدیز کال تر پایه به لږ تر لږه ۴۰ زره افغانان ومني.
د افغاستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د پاکستان د کراچۍ له زندانه ۲۱۵ افغان بندیان ازاد شول.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د پاکستان د سند ایالت له زندانونو څخه ٢٠٨ افغان بندیان ازاد شول.
د هېواد لوی څارنوال په کابل کې د ایران له مرستیال سفیر سره په لیدنه کې د افغان بندیانو په خوشي کولو کې د ایران د هڅو هرکلی کړی او په دغه هېواد کې یې د پاتې افغان بندیانو د دوسیو څېړلو د دوام او هېواد ته یې د بېرته راګرځولو غوښتنه کړې ده.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، پرون له ایران څخه څه باندې دوه زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، پرون ۱۹۶۳ افغان کډوال له ایرانه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
یو افغان ځوان چې کلونه په نورو هېوادونو کې په غیرقانوني توګه اوسېدلی او اوس يې په کابل کې یو شخصي شرکت جوړ کړی وايي، د هر چا عزت او درناوی په خپله خاوره کې…
په پاکستان کې مېشت افغان خبریالان د ویزو او پاسپورټونو د وخت له پای ته رسېدو، د پولیسو له خوا له ځورول کېدو، اقتصادي او نورو ستونزو سر ټکوي او له اړوندو سرچینو یې د حل غوښتنه کوي.
د فنلنډ د کډوالۍ ادارې ویلي، د دغه هېواد چارواکو پرېکړه کړې څو هغو افغان نجونو او ښځو ته چې مخکې یې غوښتنلیکونه رد شوي دي، مثبت ځواب ورکړي.
ځیني هېوادوال د کډوالۍ په بهیر کې د دوکهورکونې چارې له ډېرېدو شکایت لري او وايي، یو شمېر کسانو ترې په دې پلمه چې ګواکې بهر ته یې لېږدوي، زرګونه ډالر اخیستي دي. د ۱۴۰۰…
په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت وايي، د پاکستان د سند ایالت له زندانونو ۱۹۰ افغان بندیان ازاد او هېواد ته ولېږدول شول. دغه سفارت پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي، پرون د دغه سفارت او په…
د ۱۴۰۱ کال له پیله راهیسې له ایرانه نږدې ۵۲۷ زره افغان کډوال یا اړ کړل شوي چې دغه هېواد پرېږدي او یا هم په خپله خوښه بېرته افغانستان ته راغلي دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، پرون دوه زره او اوولس افغان کډوال له ایرانه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
په هند کې ځیني افغان کډوال په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت له کونسلي خدمتونو شکایت کوي او وایي، د هند له خوا افغانانو ته د ویزو نه ورکړې له سختو ستونزو سره مخ…
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ/ UNHCR دفتر له رییس سره په لیدنه کې د مخکنیو هوکړو له مخې د همکاریو د دوام غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې زیانمنو ته د مرستو په رسولو کې دې سیاسي چلند نه کېږي.
د بشري حقونو څار سازمان د متحده عربي امارتو حکومت تورن کړی چې د تخلیې په پروګرام کې له افغانستانه ایستل شوي څه باندې دوهنیم زره افغانان یې د کډوالۍ په «توقیف» کې ساتلي او له امریکا یې غوښتي چې دغه کسان دې ژر تر ژره ولېږدوي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په تېرو دوو ورځو کې ۴۹۸۶ افغان کډوال له ایرانه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت یوه پلاوي په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو څېړلو په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ.
د هرات زندان مسوولین وايي چې د افغان بندیانو سپارلو بهیر په لړ کې ایران ۳۲۰ نور افغان بندیان هم افغانستان ته سپارلي دي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي، ۷۴ افغان بندیان د سند ایالت له زندانونو ازاد او هېواد لېږدول شوي دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، تېره ورځ ۲۴۸۷ افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د هېواد د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ایران ۱۸۹ نور افغان بندیان نن د افغانستان حکومت ته وسپارل.