ژبه

له ایرانه ۲۳۴۸ افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

کابل (پژواک، ۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، پرون له ایران څخه  ۲۳۴۸ افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

یاد وزارت نن په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: «د هرات ولایت د اسلام قلعه بندر له لارې له ايران هېواد څخه ۲۳۴۸ تنه افغان مهاجر د غویي په ۳۱مه هېواد ته راستانه شوي دي.»

سرچینې لیکلي، د هرات د کډوالو چارو رياست د معلوماتو له مخې، د يادو راستانه شوو افغان کډوالو له ډلې ۶۰۱  کسان د مرستو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) ته ور پېژندل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې له ایرانه نږدې ۵۲۷ زره افغان کډوال په اجباري ډول او یا هم په خپله خوښه بېرته افغانستان ته راغلي دي.