کابل (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۲): د فنلنډ د کډوالۍ ادارې ویلي، د دغه هېواد چارواکو پرېکړه کړې څو هغو افغان نجونو او ښځو ته چې مخکې یې غوښتنلیکونه رد شوي دي، مثبت ځواب ورکړي.
د یاد هېواد د کډوالۍ ادارې پرون په خپله وېبپاڼه کې لیکلي: «د فنلنډ د کډوالو دفتر د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې د افغان پناهغوښتونکو په اړه خپل لارښود تازه کړی او ټولو افغان مېرمنو او نجونو ته د کډوالو حیثیت ورکول کېږي.»
یادې ادارې ويلي چې د نوو مقرراتو له مخې، ټولو هغو افغان ښځو او نجونو ته پناه ورکوي چې دغه هېواد ته یې کډه کړې ده.
یادې ادارې ویلي: «د هغو افغان ښځو او نجونو په اړه چې د پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي وو، خپله پرېکړه بېرته اخلي؛ ځکه چې د افغانستان امنیتي وضعیت د ښځو لپاره ثبات نه لري.»
سرچینې د فنلنډ د کډوالۍ ادارې د ځانګړې سلاکارې لاورا سومینین له قوله ويلي، د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د جولای له ۹مې نیټې راهیسې د هیڅ افغان د بېرته ستنولو پرېکړه نه ده شوې او که کوم افغان د پناه اخیستلو له نړۍوالو غوښتنو سره برابر نه وي، نو هغه ته به د بشري خواخوږۍ له مخې لنډمهاله پناه ورکړل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP