ژبه

یو‌این‌ایچ‌سي‌ار: افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوو

نورالله ځاځی

۱۰ غویی ۱۴۰۲ - ۱۸:۲۸

۱۹۸ کتنې

کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۲): د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) مرستیاله -چې نن کابل ته راغلې- وايي، په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي او هم له سرپرست حکومت سره د دوی په ادارو کې د ښځو د کار کولو په اړه خبرې کوي.

د کابل نړۍوال هوایي ډګر کې نن (یکشنبه) په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مرستیالې جیلین ترګس وویل، دغه سازمان له څو لسیزو راهيسې په افغانستان کې خلکو ته خدمات وړاندې کوي او په دغه هېواد کې به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

هغه وایي، په دغه ماموریت کې به دوی د افغانستان له سرپرست حکومت سره د ملګرو ملتونو سازمان په دفترونو کې د ښځو او نارینه‌وو د کار کولو په اړه هم خبرې وکړي، ځکه چې د ښځو کار په دغه سازمان کې حیاتي مسأله ده.

د اقتصاد وزارت تېر کال د مرغومي په ۳مه، په افغانستان کې کورنيو او بهرنيو موسسو ته امر وکړ چې تر دويم امر پورې د خپلو ټولو ښځينه کارکوونکو دندې وځنډوي.

همداراز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) د تېرې وري میاشتې په ۱۶مه وویل، د افغانستان سرپرست حکومت ورته خبر ورکړی چې په ادارو کې یې نور افغان ښځې کار نه شي کولی.

یوناما هغه وخت ویلي و چې دوی له سرپرست حکومت سره په دې اړه پر خبرو بوخت دي، خو د ښځینه‌وو ترڅنګ یې خپلو نارینه کارکوونکو ته هم ویلي چې دفترونو ته دې نه ځي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال محمد ارسلا خروټي په دغه مراسمو کې د یاد سازمان مرستیالې د سفر په اړه معلومات ورکړل.

خروټي وویل، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مرستیالې جیلین ترګس د دغه رسمي سفر اساسي موخه افغانستان ته د کډوالو او بېرته راستنېدونکو د ستونزو ارزونه او همدارنګه بې‌ځایه شوو ته د بشري مرستو ترتیب او تنطیم ده.

نوموړی وایي: «په دې رابطه موږ له دوی سره یو لنډ مجلس درلود او زموږ غوښتنه د دوی نه دا وه، دا چې د دوی څنګه مسوولیت او ماموریت په افغانستان کې د بشري مرستو په اړه ده، نو دا دې له سیاسي مسایلو نه لرې وساتل شي.»

هغه هېواد ته د کډوالو راستنېدو په اړه هم معلومات ورکړل، ویې ویل چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته تر دا مهاله یو میلیون او ۳۰۰ زره افغان کډوال له پاکستان، ایران، ترکیې او نورو هېوادونو راستانه شوي او دغه لړۍ روانه ده.

خروټي د نړۍ له ټولو هېوادونو غوښتنه وکړه چې له افغان کډوالو سره نېک او د نړۍوالو قوانینو پر اساس چلند وکړي.

هغه وایي، په کور دننه شاوخوا درې میلیون افغانان بې‌ځایه شوي چې شاوخوا یو میلیون یې خپلو ولایتونو ته ستانه شوي او د پاتې نورو د ستنېدو لړۍ روانه ده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو مرستیاله کابل ته داسې سفر کوي چې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې شاوخوا ۷ میلیون افغانان کډوال دي چې لویه برخه یې د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران کې مېشت دي.