حقاني: اسلاماباد کې د کډوالو اتشه دې سند کې د افغان بندیانو ستونزې وڅېړې، مرستې دې ورسره وکړي
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په اسلاماباد کې د کډوالو اتشې ته ویلي چې که په پاکستان کې د افغان بندیانو د بند موده پوره وي، خو د نغدي جریمې او یا کرایې نه لرلو له امله بند پاتې وي، سملاسي دې د جریمې پیسې ادا او د ټرانسپورټ زمینه دې ورته برابره کړي.

























