ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان سفارت: د سند ایالت له یوه زندانه ۳۰۳ افغان بندیان خوشي شول

افغان سفارت: د سند ایالت له یوه زندانه ۳۰۳ افغان بندیان خوشي شول

author avatar
9 Jan 2023 - 17:50
افغان سفارت: د سند ایالت له یوه زندانه ۳۰۳ افغان بندیان خوشي شول
author avatar
9 Jan 2023 - 17:50

کابل (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۱): په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت وايي، د سند ایالت د حیدراباد له زندانه هم ۳۰۳ افغان بندیان خوشي او افغانستان ته واستول شول.

د دغه سفارت په ټويټرپاڼه کې لیکل شوي: «نن (دوشنبه) اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت او کراچۍ کې د هېواد جنرال کونسلګرۍ د هلو ځلو په پایله کې د سند ایالت د یو بل ښارګوټي حیدراباد له زندان څخه ۳۰۳ تنه افغانان چی ۶۳ ښځې او ۷۱ ماشومان په کې شامل دي، همدا اوس ازاد  شول او خپل وطن ته په شپږو بسونو کې د لېږدېدلو په حال کي دي.»

سرچينه زياتوي، د یادو کسانو د لارې کرایه، خوراک، څښاک او پوښاک ټول لګښت د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لارښوونې سره سم د سفارت او قونسلګرۍ له خوا ورکړل شو.

دوه ورځې مخکې (د مرغومي ۱۷مه) هم په پاکستان کې د افغانستان سفارت ويلي وو، هغه ۵۲۴ افغانان چې موده مخکې د دغه هېواد د سند ایالت د کراچۍ ښار پولیسو له خوا د قانوني اسناد نه لرلو په تور نیول شوي وو، د دوی د هڅو په پایله کې خوشي شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.