مولوي عبدالکبیر: پاکستان دې افغانانو ته د ویزو په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له پاکستانه وغوښتل چې افغانانو ته د ویزو ورکړې په برخه کې ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي او که اړتیا وي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت به په دې برخه کې همکاري وکړي.



















