منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۴ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

له تاجکستانه ۳۴۷ افغان کډوال کاناډا ته ولېږدول شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۴۹ کتنې

کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۱): د کاناډا د کډوالۍ چارو اداره وایي، ۳۴۷ نور افغان کډوال هم په يوه ځانګړې الوتنه کې له تاجکستان څخه کاناډا ته لېږدول شوي دي.

د کاناډا د کډوالۍ چارو ادارې (IRCC) پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دغه افغانان نن لېږدول شوي دي.

سرچینې لیکلي چې یاد کسان به د کاناډا د کالګري، مونټریال، ریچمنډهیل او ټورنټو په ګډون په ۳۹ نورو بېلابېلو سېمو کې ځای پرځای شي.

د راپورنو له مخې، د روانې لړم میاشتې په پنځمه هم له پاکستان او تاجکستان څخه ۶۶۸ افغان کډوال کاناډا ته لېږدول شوي وو.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، یاد افغان کډوال به له هغو څه باندې ۲۱ زره  افغان کډوالو سره يو ځای شي چې د ۲۰۲۱ کال تر اګست میاشتې وروسته دغه هېواد ته رسېدلي دي.