ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بشري حقونو د څار بنسټ: ترکیې څه باندې ۴۴ زره افغانان په زور له خپلې خاورې ایستلي

د بشري حقونو د څار بنسټ: ترکیې څه باندې ۴۴ زره افغانان په زور له خپلې خاورې ایستلي

author avatar
18 Nov 2022 - 15:10
د بشري حقونو د څار بنسټ: ترکیې څه باندې ۴۴ زره افغانان په زور له خپلې خاورې ایستلي
author avatar
18 Nov 2022 - 15:10

کابل (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۱): د بشري حقونو د څار بنسټ وايي، ترکيې څه باندې ۴۴ زره افغان پناه‌غوښتونکي د هغوی د اسنادو له څېړلو او دلایلو له اورېدو پرته او ډېری یې په وهلو ټکولو له خپل هېواده ایستلي دي.

د بشري حقونو د څار بنسټ له ترکیې د افغان پناه‌غوښتونکو د ناقانونه ایستلو په اړه نن (د لړم ۲۷مه) راپور خپور کړی او زياته کړې يې ده چې دغه افغان پناه‌غوښتونکي ډېرې غمجنې کيسې لري.

په راپور کې راغلي، ترکي ځواکونو ۴۴ زره او ۷۶۸ افغان پناه‌غوښتونکي د هوا له لارې او زرګونه نور یې د ایران له لارې د اسنادو له څېړلو او د هغوی د دلایلو له اورېدو پرته او ډېر یې په وهلو ټکولو ایستلي دي.

راپور زياتوي، په ترکیه کې یو افغان چې د دغه هېواد د ځواکونو له خوا له تاوتریخوالي سره مخ شوی وايي: «زه او دوه سوه تنه نور یې د پولیسو مرکز ته ولېږدولو، غوښتل یې چې په خپله خوښه د ستنېدو پاڼه لاسیلک کړم، لومړی موږ ټولو ونه منله، یوه کس کاغذ څیري کړ، هغه یې بلې خونې ته ولېږداوه، کله یې چې بېرته راوست، پر مخ یې وینې روانې وې.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.