ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سفارت: د کراچۍ په زندان کې د یوه مړه شوي افغان جسد هم هېواد ته ولېږل شو

سفارت: د کراچۍ په زندان کې د یوه مړه شوي افغان جسد هم هېواد ته ولېږل شو

author avatar
7 Jan 2023 - 19:20
سفارت: د کراچۍ په زندان کې د یوه مړه شوي افغان جسد هم هېواد ته ولېږل شو
author avatar
7 Jan 2023 - 19:20

کابل (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۱): په پاکستان کې د افغانستان سفارت وايي، د کراچۍ په زندان کې د مړه شوي یوه افغان جسد هم له خوشي شوو بنديانو سره یوځای هېواد ته واستول شو.

په پاکستان کې د افغانستان سفارت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې نن (شنبه) په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت او په کراچۍ کې د هېواد جنرل کونسلګرۍ په هلو ځلو د کراچۍ له زندانونو ۵۲۴ افغانان – چې ۵۴ ښځې او ۹۷ ماشومان په کې شامل دي –  ازاد او هېواد ته ولېږدول شي.

سرچینې زياته کړې وه، د بندیانو د لارې، خوراک، څښاک او جامو ټول لګښت د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لارښوونې سره سم د سفارت او کونسلګرۍ له لوري ورکول کېږي.

ياد سفارت په خپله ټويټرپاڼه کې تازه (د ماښام کابو ۶ بجې) يوه ويډيو خپره کړې او ليکلي يې دي: «د کراچۍ له زندانونو ازاد شوي افغانان هېواد ته د ستنېدو په حال کې.»

سفارت زياته کړې، د فاریاب د پشتون‌کوټ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالخلیل جسد چې پلار یې عبدالباقي نومېږي او په زندان کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی و، هم له ازاد شوو زندانیانو سره یوځای هېواد ته واستول شو.

شاوخوا درې میاشتې مخکې د تلې په اومه هم دغه سفارت ویلي وو چې د دوی د هڅو په پایله کې په کراچۍ کې ۱۵۰ افغانان او د همدې میاشتې په ۲۰مه ۸۴ افغانان د پاکستان له زندانونو خوشي شوي وو.

څو ورځې مخکې (د مرغومي ۹مه) اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د پاکستاني پولیسو او چارواکو له قوله خبر ورکړی و چې د دغه هېواد په زندانونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲۰۰ افغان کډوال بندیان دي.

له دې مخکې (د مرغومي ۸مه) په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت په خپله ټویټرپاڼه کې ليکلي وو: «په اسلام‌اباد کې د ا.ا.ا سفارت او افغان جنرل قونسلګریو سره د پاکستاني ادارو او چارواکو له ژمنو سره سره لا هم په پاکستان، په ځانګړي ډول سند ایالت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نیول شوي افغانان له زندانونو څخه نه دي خوشي شوي.»

سرچينې زیاته کړې وه، په پاکستان کې د مېشتو او مسافرو افغانانو، په تېره بیا د ښځو، ماشومانو، سپین ږیرو او ناروغانو زنداني کول او ځورونه خورا دردوونکې ده.

Views: 180

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.