ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سپینې ماڼۍ له کانګرېسه د افغانانو د مېشتولو طرحې د تصویب غوښتنه کړې

سپینې ماڼۍ له کانګرېسه د افغانانو د مېشتولو طرحې د تصویب غوښتنه کړې

author avatar
17 Dec 2022 - 00:34
سپینې ماڼۍ له کانګرېسه د افغانانو د مېشتولو طرحې د تصویب غوښتنه کړې
author avatar
17 Dec 2022 - 00:34

اټلانټا (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۱۴۰۱): سپینه ماڼۍ وایي، د ولسمشر جو بایډن حکومت د افغانانو د مېشتولو طرحې کلکه ننګه کوي او له کانګرېسه یې وغوښتل چې دا طرحه تصویب کړي.

په امریکا کې د نوو راغلو لسګونه زره افغانانو مېشتولو طرحه (Afghan Adjustment Act) دا مهال کانګرېس ته استول شوې چې استازي پرې بحث وکړي او تصویب یې کړي. د دغې طرحې د منظورۍ لپاره له څو میاشتو راهیسې یو شمېر افغانانو د کانګرېس ودانۍ مخې ته پرلت پیل کړی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین جین پیري په واشنګټن کې د خبري کنفرانس پرمهال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «موږ د افغانانو د مېشتولو طرحې د تصویب په اړه د کانګرس د روانو هڅو کلک ملاتړ کوو او له کانګرس څخه هم غواړو او دا [هڅه] به روانه ساتو چې دغه قانون د ولسمشر مخې ته کېږدو چې د افغانانو د ثابتې قانوني دایمي اقامې لپاره لاره برابره شي.»

د سپینې ماڼۍ ویاندې له ګانګرېس څخه وغوښتل چې د افغانانو د مېشتېدنې طرحې په اړه اقدام وکړي.

د ۲۰۲۱ له اګست میاشتې راهیسې شاوخوا ۸۰۰۰۰ افغانان امریکا ته لېږدول شوي دي. په دوی کې یې ډېری د بهرنیو ځواکونو همکاران، د مخکني حکومت کارکوونکي، خبریالان، مدني فعالان او نور شامل دي چې د بشري خواخوږۍ د ویزو په اساس امریکا کې ځای پر ځای شوي دي.

په امریکا کې د کډوالو د حقونو ملاتړ ادارې هم له کانګرېس څخه غوښتي چې دغو راغلو افغانانو ته دایمي اقامه ورکړي او د ژوند نور امکانات دې هم ورته برابر کړي.

د کانګرېس ودانۍ مخې ته د افغانانو د پرلت تنظیموونکي وايي، که دا طرحه تصویب شي، نوو راغلو افغانانو ته به دایمي‌ اقامه ورکړل شي، په افغانستان کې به یو شمېر پاتې «مستحقو کسانو» ته د راتګ زمینه برابره او له ډېرو نورو امکاناتو به هم برخمن شي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین پیري زیاته کړه چې هغوی د ۲۰۲۱ په اګست میاشت کې هم له کانګرېس څخه غوښتي وو چې دا طرحه منظوره کړي.

هغې وویل: «موږ پوهېږو چې په دې اړه [ګانګرس کې] د دواړو ګوندونو حمایت شته او په سنا کې هم خبرې روانې دي.»

نوموړې وویل، دا مهمه ده چې د «خپلو هغو افغان متحدینو» په اړه فکر وکړي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې د امریکا د جګړې پرمهال یې د هغوی خیال ساتلی او «موږ دا مسئله جدي ګڼو، قوي ملاتړ یې کوو، موږ به د کانګرېس له غړو سره خبرې روانې ساتو.»

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان لپاره د امریکا د پخواني سفیرانو یوې ډلې په یوه لیک کې د امریکا له قانون‌جوړوونکو څخه غوښتي چې باید دا طرحه د امریکا د راتلونکي کال په بودجه کې شامله کړي.

د سفیرانو په لیک کې چې تېره ورځ کانګرس ته لېږل شوی، راغلي: «دا طرحه زموږ له متحدانو سره د جنګ په وخت کې شوې لازمي ژمنې عملي کوي. دا یو اخلاقي مسئولیت دی او همدارنګه دا خبره یقیني کوي چې په راتلونکو جنګونو کې به ملاتړي ومومو.»

یادونه: په دې خبر کې د امریکا غږ له راپور څخه استفاده شوې ده.

Visits: 289

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.