ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ایران او ترکیې هره میاشت له ۱۰ زره ډېر افغانان هرات ته راستنېږي

له ایران او ترکیې هره میاشت له ۱۰ زره ډېر افغانان هرات ته راستنېږي

author avatar
12 Dec 2022 - 16:56
له ایران او ترکیې هره میاشت له ۱۰ زره ډېر افغانان هرات ته راستنېږي
author avatar
12 Dec 2022 - 16:56

هرات (پژواک، ۲۱ لېندۍ ۱۴۰۱): د هرات د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست وايي، هره میاشت له ایران او ترکیې له ۱۰ زرو ډېر کسان چې ډېری یې له ایران څخه دي، دغه ولایت ته راستنیږي.

د هرات د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست امر مولوي عزت‌الله پژواک ته وویل، ډېری هغه کسان چې د اسلام‌کلا بندر له لارې هېواد ته داخلېږي، له ایرانه په زور را ایستل کېږي او ځیني هغه کسان چې غواړي له ایرانه په قاچاقي ډول ترکیې ته ولاړ شي، نیول کېږي او بېرته یې را اړوي.

هغه د لازمو اړتیاوو پوره کولو او له راستنېدونکو سره د بېړني مرستې او د هغوی اړتیاوو پوره کولو له امله د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ مننه وکړه، ویې ویل، له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له ایران څخه غواړي چې له افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي او د هغوی د جبري ایستلو مخه ونیسي.

خو له ایرانه را ایستل شوي ځیني هېوادوال وايي، که چېرې د هېواد دننه ورته د کار زمینه برابره شي، هیڅوک به حاضر نه شي چې له هېواده وتلو ته زړه ښه کړي.

د یاد ولایت د غوریان ولسوالۍ اوسېدونکی هدایت‌الله جویا چې له نورو ځوانانو سره له ایرانه په زور را ایستل شوی وايي، د ایران د پولیسو او نظامیانو چلند انساني نه و او کډوال تل له دې مسئلې ځوريږي.

د جویا په وینا، د تېر یو کال په جریان کې په افغانستان کې وضعیت بدل شوی؛ ځیني مسایل، لکه د اوسني حکومت د پر رسمیت له نه پېژندلو نیولې او په ټولنه کې د بې‌وزلۍ تر ډېرېدو د دې لامل شوي چې د ده په څېر سلګونه کسان په قانوني یا غیرقانوني ډول د ایران او ترکیې په ګډون بهرنیو هېوادونو ته ولاړ شي.

نوموړي څرګنده کړه، افغانان دغه ټول خطرونه د کار او خپلو کورنیو ته د ډوډی پیدا کولو لپاره پر ځان مني.

بلخوا د یاد ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولين وايي، دغه  اداره هڅه کوي چې له سيمه‌ييزې ادارې او مرکزي حکومت سره په همغږۍ له هېواده بهر افغانانو ته د کار زمينه برابره کړي.

د هرات د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي حافظ میرزا ابومحمد منصور وايي، بهر ته د کارګرو لېږلو پروسه د یوه تفاهم پر بنسټ ده او له هراته به هم زرګونه کارګر بهر ته ولېږل شي.

دغه راز د هرات د بهرنیو اړیکو رییس مولوي شيراحمد عمار پر دې باور دی چې سرپرست حکومت په بهر کې د کاري فرصتونو رامنځته کولو پروګرام باندې کار کوي او ډېر ژر به زرګونه افغان کارګر د کار لپاره عربي هېوادونو ته ولېږل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معين يوه اونۍ مخکې دغه ولايت ته د خپل سفر پر ترڅ کې ځوانانو ته ويلي وو چې د دولتونو ترمنځ د تفاهمونو پر بنسټ به له افغانستان څخه ٦٥ زره کارګر عربي هېوادونو ته ولېږي چې له دې ډلې یوازې ۱۵ زره کسان به قطر او سعودي عربستان ته د شپني لپاره استول کېږي.

Visits: 18

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.