منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۹ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

بيارغونه

۴،۷۰۸ راپورونه

راپورونه

ښاروالي: سږ کال په کابل ښار کې به د ۵،۲ میلیارد افغانیو په لګښت ۱۵۰ پروژې پلې شي

د کابل ښاروالي وايي، تېر کال یې له خپلو عوایدو له ۴ میلیارد ډېرې افغانۍ د لسګونو پراختیایي پروژو پر پلې کولو لګولې او روان کال په پام کې لري چې له خپلو داخلي عوایدو په کابل ښار کې د ۵ میلیارد او ۲۴۰ میلیون افغانیو په لګښت ۱۵۰ پروژې پلې کړي.

د کابل ښار رحمان مېنې اوسېدونکي د «سرک نو» دويمې برخې جوړېدو غوښتنه کوي

د کابل اتمې ناحیې یو شمېر اوسېدونکي وایي، د دې ناحیې د رحمان مېنې سیمه کې یو سړک چې په تېر او اوسني حکومتونو کې یې قراردادونه شوي، خو تر اوسه یې چارې نه دي پيل شوې، له امله يې خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

غړي

د اروزګان پوهنې ریاست او شپږو امریتونو ته د لمریزې برېښنا اسانتیا برابره شوه

د اروزګان د پوهنې ریاست وایي، له ماشومانو د ملګرو ملتونو ملاتړ صندوق/ UNICEFپه مالي ملاتړ د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د پوهنې ریاست او د شپږو ولسوالیو د پوهنې امریتونو ته د لمریزې برېښنا اسانتیا برابره شوه.

غړي

د پژواک راپور له خپرېدو وروسته سرپل کې د «ناري‌بند» کوتل د لارې هوارولو چارې پیل شوې

وروسته له هغه چې پژواک خبري اژانس د «ناري‌بند» کوتل لارې خرابوالي په تړاو یې د سرپل د ځینو اوسېدونکو د شکایت پر بنسټ یو راپور خپور کړ، د دغه ولایت د ټولګټو ریاست د دغه کوتل د لارې هوارولو چارې نن پیل کړې.

غړي

نورستان ته ورغلي سیلانیان د کونړ-نورستان سړک د اساسي رغولو غوښتنه کوي

په دې ورستیو کې د هېواد له ګوټ ګوټه نورستان ولایت ته ورغلي سیلانیان د نورو ستونزو د حل کېدو ترڅنګ، د نورستان-کونړ سړک د اساسي جوړولو غوښتنه کوي؛ خو چارواکي وایي، وخت پر وخت به د سيلانيانو پر مخ پرتې ستونزې حل کېږي.

نور راپورونه