ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښار رحمان مېنې اوسېدونکي د «سرک نو» دويمې برخې جوړېدو غوښتنه کوي

د کابل ښار رحمان مېنې اوسېدونکي د «سرک نو» دويمې برخې جوړېدو غوښتنه کوي

author avatar
8 May 2023 - 13:38
د کابل ښار رحمان مېنې اوسېدونکي د «سرک نو» دويمې برخې جوړېدو غوښتنه کوي
author avatar
8 May 2023 - 13:38

کابل (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۲): د کابل اتمې ناحیې یو شمېر اوسېدونکي وایي، د دې ناحیې د رحمان مېنې سیمه کې یو سړک چې په تېر او اوسني حکومتونو کې یې قراردادونه شوي، خو تر اوسه یې چارې نه دي پيل شوې، له امله يې خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

خو د کابل ښاروالۍ مسوولین بیا وایي، د رحمان مېنې دغه سړک (د رحمان مېنې د E قسمت سرک نو) د روان کال په پلان کې نیول شوی او جوړ به شي.

دغه سړک د رحمان مېنې، قلعه برقي، هېوادوال ښارګوټي، ستانکزي مېنې، دوصد فامیليو، توسعوي رحمان مېنې پروژې او يو شمېر نورې بېلابېلې سیمې د کارته‌نو له عمومي سړک سره نښلوي.

د اړوندې موضوع په اړه د اتمې ناحیې د رحمان مېنې اوسېدونکي صدیق الله پژواک خبري اژانس ته وویل چې له تېرو څو کلونو راهیسې د دغه ځای له خلکو سره د یاد سړک جوړېدو ژمنې شوې، خو تر اوسه یې کار نه دی پیل شوی.

هغه زیاتوي، د دغه سړک قرارداد په تېر جمهوریت کې شوی او ابتدایې کارونه یې هم ترسره شوي، خو چارې یې تر اوسه نه دي پیل شوي.

دی وایي، په اوسني حکومت کې هم د یاد سړک بیاځلي قرارداد شوی او شاوخوا نهه میاشتې مخکې ښاروالۍ سروې هم وکړه، خو له بده مرغه تر اوسه یې کار نه دی پيل کړی.

نوموړي وویل: «په دې سړک د موټرو ګڼه ګوڼه زیاته ده، اکثره وخت ترافیکي پېښې هم رامنځته کېږي، لاره بنده وي، خلک د پنځو دقیقو مزل په ۲۵ دقیقو کې کوي.»

صدیق‌الله وایي، د دغه سړک په اوږدو کې د رحمان مېنې، قلعه برقي، هېوادوال ښارګوټي، ستانکزي مېنې، دوصد فامیلي، د رحمان مېنې توسعوي پروژې او د یو شمېر نورو سیمو اوسېدونکي تګ راتګ کوي.

همدارنګه د اتمې ناحیې د دوه سوه فامیلو یوه اوسېدونکي محمدنسیم پژواک ته وویل، د دغه سړک یو طرف په تېر حکومت کې جوړ شوی، خو دا بله خوا یې همداسې پاتې ده.

هغه زیاتوي، د یاد سړک یو طرف چې مخکې جوړ شوی، هغه هم اوس د خرابېدو په حال کې دی.

نوموړي وویل: «د دغه سړک پر هغې برخه چې جوړ نه دی، اوس خځلې او ډېرانونه جوړ شوي او دوړي هم ډېرې کوي، کله چې باران وشي، خټې جوړېږي او خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ وي.»

دی وایي، د کابل ښاروالۍ مسوولینو ورته ویلي چې د دغه سړک قرارداد شوی، خو په وینا يې، تر اوسه یې پرې کار نه دی پیل کړی.

دغه راز د اتمې ناحیې د ستانکزي مېنې اوسېدونکي بابر هم پژواک ته وویل چې دغه سړک خامه دی او خلک یې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه وویل: «په ژمي کې چې کله واوره او باران وي، نو دلته زیاتې خټې وي، زیاتره وخت ځيني خلک مریضان وي او پر وخت شفاخانې ته نه شي رسېدلی.»

دی وایي، د دې سیمې خلک ښاروالۍ ته د صفایي کتابچې پیسې هم ورکوي، خو بیا هم د دغه سړک جوړولو چارې نه پیلوي.

نوموړی زیاتوي، دغه سړک او ساحه د کابل ښار له مرکزي نقطي او ارګ سره کمه فاصله لري، خو له شاوخوا ۱۵ کلونو راهیسې د دغه ځای خلک په نن او سبا غولول کېږي، خو سړک ورته په اساسي ډول نه جوړېږي.

د پورته سیمو یو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړ‎ې او له کابل ښاروالۍ یې غوښتنه وکړه چې د یاد سړک جوړولو چارې دې پیل کړي.

خو د کابل ښاروالۍ استازي نعمت‌الله بارکزي پژواک ته وویل، د رحمان مېنې اړوند د «سرک نو» په نوم دغه سړک د روان کال په پلان کې نیول شوی او جوړيږي.

هغه زیاتوي: «د دې سړک لپاره ۱۶۲ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي او شاوخوا ۳،۳ کیلومتره اوږدوالی لري او په دې ځای کې درې د ملي بس تم‌ځایونه هم موجود دي او فعلاً د تدراکاتو په پروسه کې دی او دغه سړک خصوصي سکتور جوړوي.»

نوموړی وایي، د روان کال په اوږدو کې کابل ښاروالۍ ۱۵۰ بېلابېلې پروژې د پنځه میلیارده او ۲۴۰ میلیون افغانیو په ارزښت په پلان کې لري چې په کابل ښار کې یې تطبیق کړي.

د بارکزي په وینا، د یادو پروژو له ډلې یې ۸۵ د سړک جوړونې دي چې د رحمان مېنې د ياد سړک پروژه هم په کې شامله ده.

Visits: 153

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.