ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جوزجان خلکو په تېر یوه کال کې خپله ۲۸ جریب ځمکه د ښوونځیو جوړولو لپاره اهدا کړې ده

د جوزجان خلکو په تېر یوه کال کې خپله ۲۸ جریب ځمکه د ښوونځیو جوړولو لپاره اهدا کړې ده

author avatar
3 May 2023 - 18:41
د جوزجان خلکو په تېر یوه کال کې خپله ۲۸ جریب ځمکه د ښوونځیو جوړولو لپاره اهدا کړې ده
author avatar
3 May 2023 - 18:41

شبرغان (پژواک، ۱۳ غویی  ۱۴۰۲): د جوزجان اوسېدونکو په تېر یوه کال کې خپله ۲۸ جریب ځمکه د ښوونځیو جوړولو لپاره د پوهنې ریاست ته اهدا کړې ده؛ کارپوهان د دوی له دغې کړنې هرکلی کوي او وايي، پوهنې ته پاملرنه هېواد د ابادۍ لوري ته بیايي.

د جوزجان د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، په ۱۴۰۱ کال کې پوهنې ریاست ته د ښوونځیو جوړولو لپاره د خلکو له خوا د ورکړل شوې ځمکې اندازه ۲۸ جریبو ته رسېږي، په داسې حال کې چې د دغه ولایت اوسېدونکو په ۱۴۰۰ کال کې د پوهنې ریاست ته ۲۳ جریب ځمکه اهدا کړې وه.

د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، یوولس نیم جریب ځمکه په اقچې ولسوالۍ کې، ۶ جریب په خانقا ولسوالۍ کې، ۳ جریب په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې، دوه جریب په درزاب ولسوالۍ کې او ۷.۵ جریب ځمکه په شبرغان ښار کې د خلکو له خوا یاد ریاست ته ورکړل شوې ده.

سرچینه زیاتوي، تېر کال يې د شبرغان ښار په «اوره مست» او «چهارشنبه» کلیو کې دوه جریب ځمکه او همداراز د اقچې ولسوالۍ په «کمک منصور» کلي کې دوه جریب ځمکه له غاصبینو راګرځولې او د یادې ادارې ملکیت کې شامله کړې ده.

اهدا کوونکي

د شبرغان ښار اوسېدونکی غوژولي چې خپله دوه جریب ځمکه یې د شبرغان ښار په منګوتي کلي کې د احمدشاه ابدالي ښوونځي ته اهدا کړې، پژواک ته وویل: «ډېر خوشحال یم چې د ښوونځي له جوړېدو وروسته زموږ ماشومان کولای شي په امن چاپېریال کې زده‌کړې وکړي.»

هغه هیله څرګندوي چې نور هېوادوال هم له پوهنې ادارې سره همکاري وکړي او وايي: «معارف زموږ د ټولو کور دی؛ ځکه چې ماشومان مو په ښوونځي کې زده‌کړې کوي.»

نوموړی وايي، په کلي کې یې ډېر ماشومان تر شنه اسمان لاندې او په نامناسب چاپېریال کې زده‌کړې کوي.

هغه د پوهنې له ریاست او مرستندویه بنسټونو څخه غواړي څو په جوزجان کې د ښوونځیو جوړولو لپاره اقدام وکړي.

په ورته وخت کې، د جوزجان ولايت د آقچې ولسوالۍ يو اوسېدونکى محمد رمضان چې خپله يو جريب ځمکه يې د اقچې ولسوالۍ د راستنېدونکو ښوونځي ته ورکړې وايي:

«د پوهنې له ریاست سره د همکارۍ لپاره په موخه مې خپله ځمکه د یوه ښوونځي جوړولو ته اهدا کړه.»

نوموړی وایي، د پوهنې له برخې سره مرسته او همکاري د علم او پوهې کلتور په عامولو کې مثبت اغېز لري.

هغه زیاته کړه: «موږ ټول مسلمانان او وروڼه یو، په اوسنیو شرایطو کې باید له پوهنې څخه د ملاتړ لپاره لسټوني بډ وهو، څو ماشومان مو روښانه راتلونکی ولري.»

پوهان: پوهنې ته ځمکه ورکول د ستایلو کار دی

په شبرغان ښار کې یو مدني فعال او لیکوال علي‌شیر انتظار وویل چې د خلکو له خوا د ښوونځیو جوړولو لپاره د ځمکې ورکول د دې ښکارندویي کوي چې خلک ښوونځي، علم او پوهې ته ډېره لېوالتیا لري.

هغه څرګنده کړه، اوس خلک پوه شوي چې علم او پوهه د یوې ټولنې په پرمختګ کې مهم او حیاتي چاره ګڼل کېږي.

هغه زیاته کړه: «په اوسنیو حساسو شرایطو کې ټول باید د یوې پرمختللې او هوسا ټولنې درلودلو لپاره لاسونه سره ورکړي او د پوهنې د ودې او بډاینې لپاره کار وکړي.»

په ورته وخت کې، جوزجان ولایت کې یوه دیني عالم مولوي ثمرالدین وویل، د زده‌کړو زمینې برابرولو  او د ښوونځیو جوړولو لپاره پوهنې ته د خلکو له خوا په وړیا ډول د ځمکې ورکړه نیک ګام او د اسلام شریعت له نظره یو ښه کار دی چې دغه عمل کس ته جاریه صدقه ګرځي او له مړینې وروسته هم د ځمکې له ثواب څخه برخمن کېږي.

هغه له خلکو وغوښتل چې د ټولنې روښانولو او له ناپوهۍ او جهله د خلاصون لپاره خپل ماشومان ښوونځیو او مدرسو ته ولېږي.

د نوموړي په خبره، پوهنې ته پاملرنه، هېواد د پرمختګ پر لور بیایي.

هغه زیاته کړه، د قران‌کریم په ایاتونو او د اسلام سپیڅلي پېغمبر په احادیثو کې هم د علم او پوهې پر لاسته راوړلو ټینګار شوی او دا چې یو کس خپله ځمکه پوهنې ته ورکوي نو د ستایلو وړ عمل دی.

زده‌کوونکي او کورنۍ ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو غوښتنه کوي

د جوزجان ولایت په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د پیرمزیت منځني ښوونځي یو زده‌کوونکی محمد زبیر وایي: «د دفترونو او پوهنې ریاست له لوري د ښوونځيو د ودانۍ جوړولو له امله خوښ یم، څو موږ وکولای شو په یوه ښه فضا کې درس ووایو.»

دغه زده‌‌کوونکی وايي: «خپله په اتم ټولګي کې یم، مخکې زموږ ښوونځي نه ځمکه درلوده او نه هم مشخص ځای چې باید هره ورځ ورته لاړ شو او درس ووایو، هره میاشت به زموږ ښوونځي ځای بدلاوه، اوس چې زموږ د مخورو له لوري زموږ د کلي ښوونځي ته ځمکه ورکړل شوه او ودانۍ ورته جوړېږي، خوښ یو.»

د شبرغان ښار د منګوټي کلي د احمدشاه ابدالي لومړني ښوونځي زده‌کوونکی ګل‌محمد هم ورته شکایت لري او وايي، د مناسبو امکاناتو نشتوالي له امله له درس سره د زده‌کوونکو لېوالیتا کمېږي او غیرحاضري کوي.

نوموړي زیاته کړه: «له دې امله چې ښوونځی مو لرې دی، ستړی کېږم او د درس لپاره سم ځای هم نشته، نو له همدې امله ډېری مهال ښوونځي ته نه ځم، اوس چې زموږ کلي ته ښوونځی جوړېږي، خوشحاله یم، ځکه اوس کولای شم هره ورځ ښوونځي ته لاړ شم، درس ووایم او د ډاکتر کېدو هیلې ته ورسېږم.»

یاد دواړه زده‌کوونکي له پوهنې ریاسته غواړي چې ښوونځيو ته د ودانیو جوړولو برخه کې لاس په کار شي.

د جوزجان د پوهنې رییس مولوي محمدطاهر جواد پژواک خبري اژانس ته وویل: «د جوزجان ولایت اوسېدونکو تل له پوهنې ریاسته ملاتړ کړی او د ښوونځیو جوړولو برخه کې یې په وړیا ډول خپلې ځمکې زموږ واک کې راکړې دي؛ ځکه غواړي چې اولادونه یې په مناسبو ښوونځیو کې زده‌کړې وکړي.»

هغه زیاته کړه: «په ۱۴۰۰ کال کې د دغه ولایت اوسېدونکو څه باندې ۲۳ جریب ځمکه پوهنې ریاست ته ورکړې، په داسې حال کې چې تېر ۱۴۰۱ کال دغه شمېر تر ۲۸ جرېبو اوښتی دی.»

د هغه په وینا، یولس‌نیم جرېب ځمکه په اقچې ولسوالۍ، ۶ جرېب په خانقا ولسوالۍ، درې جرېب په خواجه دوکوه ولسوالۍ، دوه جرېب په درزاب ولسوالۍ او اووه‌نیم جرېب ځمکه په شبرغان ښار کې د خلکو له لوري د دغه ریاست په واک کې ورکړل شوې ده.

نوموړی وايي چې تېر کال یې دوه جرېب ځمکه د شبرغان ښار په اواره مست او چهارشنبه کلیو او دوه جرېب نوره ځمکه یې د اقچې ولسوالۍ په کمک منصور کلي کې له غاصبینو راګرځولې او دغې ادارې ته یې سپارلې ده.

هغه د یاد ولایت د خلکو له لوري پوهنې ریاست ته د یادې ځمکې په واک کې ورکولو ستاینه وکړه او ویې ویل چې ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو برخه کې اقدام کوي.

Visits: 113

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.