لوګر کې د یو میلیون ډالرو په لګښت یو روزنتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د لوګر د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند د مولانا یعقوب څرخي روزنتون د شاوخوا یو میلیون ډالرو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د لوګر د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند د مولانا یعقوب څرخي روزنتون د شاوخوا یو میلیون ډالرو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د تېرې زلزلې له امله زیانمنو شوو خلکو ته ۴۸ کورونه جوړ او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ۴۵ میلیون افغانیو په پانګونه د پنبې یوه فابریکه پرانیستل شوه چې په ساعت کې د پنځه ټنه پنبې تولیدولو وړتیا لري. دغه فابریکه د لښکرګاه ښار اړوند…
د مالیې سرپرست وزیر مولوي هدایت الله بدري د قوشتیپې له کاناله د لیدنې پر مهال ویلي، «اسلامي امارت» ژمن دی چې د دې ملي پروژې چارې په هر ډول شرایطو کې بشپړې کړي او…
د میدان وردګو په مرکز میدانښار کې د سویډن کمېټې په مالي لګښت، یوه لومړني ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه.
د ننګرهار سپينغر ولسوالۍ کې د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې په ۶ اعشاريه ۳ ميليونه افغانيو لګښت، د ۸۰ متره په اوږدوالي يو فرعي سړک او استنادي ديوال جوړ شول.
د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د نجونو لپاره د یوه منځني ښوونځي ودانۍ جوړه او پرانیستل شوه.
د لغمان پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په الینګار او الیشنګ ولسوالیو کې د ١٣ ميليون افغانيو په لګښت د ۱۲ ښوونځيو ودانۍ ترمیم شوې.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، د دغه ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د ۱۲ ميليون افغانيو په لګښت دوه کانالونه جوړ شول.
د رييسالوزرا دويم مرستيال وايي، پلان دا و چې هره ورځ د قوشتېپې په کانال کې ۳۶۰ زره متر مکعب کیندنه وشي خو دا مهال د دغه کانال ورځنۍ کیندنه ۶۵۰ زره متر مکعب ته رسېږي.
د اروزګان د برېښنا شرکت خدمات چې د تېلو د نشتوالي له امله درېدلي وو، د پژواک له راپور وروسته ورسره د تېلو مرسته وشوه او بیرته فعاله شوه. د همدې لېندۍ میاشتې په ۱۱مه…
د لغمان په مرکز، الینګار او قرغیو ولسوالیو کې د څه باندې ۳۷ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۰ ژورو څاهګانو کېندلو کار پيل شو. د لغمان د والي ویاند مولوي سلامت خان بلال نن…
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د ۴۵ ميليون افغانيو په لګښت د ٢،٨ کيلومټره په اوږدوالي د يوه فرعي سړک جوړولو کار پيل شو. چارواکي وايي، د دغه سړک - چې نږدې درې…
د لوګر د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست وایي، د اړوند وزارت په مالي لګښت د دغه ولایت په مرکز پل علم او برهکي برک ولسوالۍ کې د پيازو ساتنې ته ۱۲ سړېخونې جوړېږي.
په کابل کې د جاپان سفارت د ناکامورا د درېیم تلین په مناسبت وايي، که څه هم هغه مړ شوی خو پروژې به یې د هغه د افغان او جاپاني همکارانو له لوري دوام ولري.
د کابل - کندهار عمومي لویه لار چې د غزني په مربوطاتو کې زیاته خرابه شوې او بيارغونې ته جدي اړتيا لري، نن یې د قیراچونې چارې عملاً پیل شوې. د غزني د ټولګټو…
د بلخ د مرکز مزارشریف ښار پنځمې ناحيې اړوند سیمه کې څوارلسنیم میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک د کانګرېت چارې پيل شوې. د مزارشریف ښاروال مولوي نقیبالله طارق وایي، دغه سړک د مزارشریف…
د لوګر سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت له مرکز پل علم تر ازرې ولسوالۍ ۴۷ کیلومتره سړک د غنمو په بدل کې د ګومارل شوو سلګونو کسانو له خوا ورغول شو.
د میدان وردګو په چک ولسوالۍ کې یوه ملي سوداګر په خپل شخصي لګښت یو جامع جومات جوړ کړی دی.
د اسلامي امارت ویاند وايي، د قوشتیپې کانال د لومړي فاز ډېرې چارې بشپړې شوې او په دغه کانال کې ۵۵۰۰ کسانو ته مخامخ او زرګونو نورو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د یوه چیکډیم جوړولو چارې پیل شوې چې تر راتلونکو اتو میاشتو به بشپړې شي.
پر نشو روږدو کسانو د درملنې لپار د کابل جنګلک روغتون د ترکیې خیریه بنسټ «IHH» په مالي ملاتړ په اساسي ډول ورغول شو او په دغه روغتون کې ۲۰۰ بسترونه زیات شول.
د بلخ مرکز مزارشریف ښار په یوه سوداګریز مارکېټ کې د يو ميليون ډالرو په لګښت د درملو ساتنې لپاره ۱۲ معیاري سړېخونې جوړېږي.
د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې د ۱۰ میلیون افغانیو په لګښت يو شمير لويې او وړې پروژې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.