غزني ښار (پژواک، ۱۲ ليندۍ ۱۴۰۱): د کابل - کندهار عمومي لویه لار چې د غزني په مربوطاتو کې زیاته خرابه شوې او بيارغونې ته جدي اړتيا لري، نن یې د قیراچونې چارې عملاً پیل شوې.
د غزني د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي، د یاد سړک د هوارکارۍ او پولګوټو جوړولو کارونه شاوخوا دوه میاشتې مخکې پيل شوي وو، چې نن یې د قیراچونې چارې هم عملاً پیل شوې او تر واورو ورېدو پورې به دوام ولري .
د غزني د ټولګټو چارو ریاست سرپرست ملا محب الله عباس پژواک خبري اژانس وویل، د غزني له ښاره بیا د مقر ولسوالۍ تر بازاره چې انجنيرانو سروې کړی، ۱۱۰ کیلومتره سړک چې د سړک سور ۷ متره او پلنوالی يې شل سانتي دی، په پاخه او اساسي شکل جوړېږی او بودجه یې هم د ټولګټو چارو وزارت له لوري ورکوي کېږي.
د ده په وینا، دغه سړک هېچا ته په قرارداد نه دی ورکړل شوی، بلکې د رغولو چارې یې خپله د ټولګټو چارو وزارت په مالي لګښت ترسره کېږي، دغه راز د همدې وزارت په ماشینونو او پرسونل يې چارې پر مخ وړل کېږي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن