ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدري: د قوش‌تیپې کانال ټول لګښت به د هېواد له داخلي عوایدو ورکړل شي

بدري: د قوش‌تیپې کانال ټول لګښت به د هېواد له داخلي عوایدو ورکړل شي

author avatar
9 Dec 2022 - 13:40
بدري: د قوش‌تیپې کانال ټول لګښت به د هېواد له داخلي عوایدو ورکړل شي
author avatar
9 Dec 2022 - 13:40

کابل (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د مالیې سرپرست وزیر مولوي هدایت الله بدري د قوش‌تیپې له کاناله د لیدنې پر مهال ویلي، «اسلامي امارت» ژمن دی چې د دې ملي پروژې چارې په هر ډول شرایطو کې بشپړې کړي او ټول لګښت به یې د هېواد له داخلي عوایدو پوره کېږي.

باختر دولتي اژانس پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د مالیې سرپرست وزیر مولوي هدایت‌الله بدري د قوش‌تیپې کانال له چارو لیدنه کړې ده.

سرچینې د مولوي هدایت‌الله بدري له قوله ویلي، «اسلامي امارت»  ژمن دی چې د دې سترې او ملي پروژې چارې په هر ډول شرایطو کې بشپړې کړي.

هغه زیاته کړې، د يادې پروژې ټول لګښت به د هېواد له داخلي عوایدو ورکړل شي.

د قوش‌تیپې د اوبو لګونې پروژه- چې د امکان‌سنجۍ مطالعات یې په ۲۰۱۸ کال کې پیل شوي وو- په شمال زون کې ستره پروژه ګڼل کېږي.

د دغه کانال په وسیله له امو سینده په کال کې ۱۰ میلیارد متره مکعبه اوبه بېلېږي او په بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې به شاوخوا ۵۰۰ زره هکټاره ځمکې خړوبوي.

د دې پروژې ټولې سرچینې او تخنیکي چارې د افغانستان ملي پراختیایي شرکت له لوري د ۶۰ میلیارد افغانیو په لګښت عملي کېږي.

Visits: 533

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.