ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د ۴۵ میلیون افغانیو په پانګونه د پنبې تولید یوې فابریکې فعالیت پيل کړ

هلمند کې د ۴۵ میلیون افغانیو په پانګونه د پنبې تولید یوې فابریکې فعالیت پيل کړ

author avatar
9 Dec 2022 - 15:47
هلمند کې د ۴۵ میلیون افغانیو په پانګونه د پنبې تولید یوې فابریکې فعالیت پيل کړ
author avatar
9 Dec 2022 - 15:47

لښکرګاه (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ۴۵ میلیون افغانیو په پانګونه د پنبې یوه فابریکه پرانیستل شوه چې په ساعت کې د پنځه ټنه پنبې تولیدولو وړتیا لري.

دغه فابریکه د لښکرګاه ښار اړوند بولان سیمه کې جوړه شوې چې په پرانیسته کې یې یو شمېر چارواکو او صنعتکارانو ګډون کړی و.

د دې فابریکې مسوول حاجي قدرت‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، د پنبې د تولید دغه فابریکه یې د ۴۵ میلیون افغانیو په پانګونه د څلورو میاشتو په موده کې جوړه کړې چې شاوخوا ۱۰۰ کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.

هغه زیاته کړه، دغه فابریکه په ساعت کې د ۵ ټنه دانه‌دارې پنبې د تولید وړتیا لري چې ترڅنګ یې غوړي، کنجاره او صابون هم تولیدوي.

د هلمند د صنعت او سوداګرۍ اتحادیې رییس غلام یحیی پښتون پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې صنعت د ودې په حال کې دی او ډېرو سوداګرو د صنعت په برخه کې پانګونې ته مخه کړې ده.

دی زیاتوي، دغه اتحادیه هڅه کوي ملي سوداګر وهڅوي څو دغلته په بېلابېلو تولیدي برخو کې پانګونه وکړي او خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

د هلمند اوسېدونکي په دغه ولایت کې د دې ډول فابریکو جوړېدل مهم بولي او د لا ډېرېدو غوښتنه یې کوي.

د لښکرګاه ښار یوه اوسېدونکي نوروز پژواک خبري اژانس ته وویل، هلمند یو کرنیز ولایت دی چې د هېواد په کچه یې د پنبې حاصلات ښه شهرت لري.

دی وايي، پخوا به د پنبې حاصلات د پروسس لپاره ګاونډیو هېوادونو ته وړل کېدل خو اوس چې په کور دننه پروسس کېږي نو نه یوازې کروندګر او پانګه وال به ډېره ګټه تر لاسه کړي، بلکې ډېر خلک به په کار هم وګومارل شي.

په دې فابریکه کې په کار بوخت کسان خوشحاله دي چې د کار زمینه ورته برابره شوې ده.

د ندامحمد په نوم د دې فابریکې یوه کارګر پژواک خبري اژانس ته وویل، مخکې بېکاره و خو اوس دلته پر کار شوی او خوشحاله دی چې کورنۍ ته نفقه پيدا کوي.

دا په هلمند کې د پنبې د پروسس ۳۹مه فابریکه ده چې په فعالیت پیل کوي.

دوه ورځې مخکې د کندهار په صنعتي پارک کې هم د ۵۵ میلیون افغانیو په پانګونه د پنبې د پروسس یوه فابریکه پرانیستل شوه.

Visits: 411

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.