مسوولین: د ورېښمو لار په اوږدو کې شته تاریخي ابدې بیارغونې ته جدي اړتیا لري
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، د ورېښمو لار په اوږدو کې چې کومې لس تاریخي ابدي، بیارغونې ته جدي اړتیا لري او که دغه کار ژر ونه شي، وبه نړېږي.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، د ورېښمو لار په اوږدو کې چې کومې لس تاریخي ابدي، بیارغونې ته جدي اړتیا لري او که دغه کار ژر ونه شي، وبه نړېږي.
د میدانوردګو سیمهییز چارواکي وایي چې د دغه ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د مڼې ګل دوهوېشتمه کلنۍ دودیزه مشاعره جوړه شوه.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري تېره شپه د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د سنځلګل کلنۍ دودېزه مشاعره د سلګونو شاعرانو، فرهنګیانو او د شعر مینهوالو په ګډون ترسره شوه.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وايي، ټولې حکومتي ادارې مسوولیت لري چې له رسنیو او خبریالانو سره پر وخت معلومات شریک کړي.
د بادغیس د سیمهییزو رسنیو ځینې ښځينه خبریالانې د ملاتړ غوښتنه کوي او وايي، اطلاعاتو ته باید پر وخت لاسرسی ولري، خو دغه ولایت کې مسوولینو وویل، اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې ستونزه نشته او له ښځینه خبریالاتو ملاتړ کوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر وايي چې وزارت یوازې له خپلې بودجې نه شي کولای تاریخي سیمې بېرته ورغوي خو هڅه کوي د ځینو موسسو او بنسټونو په همکارۍ دغه کار وکړي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، له سعودي عربستانه افغانستان ته د افغان حاجیانو د راستنېدو بهیر نن پیل شو او په لومړۍ الوتنه کې به شاوخوا ۳۴۶ حاجیان کابل ته راورسېږي.
د پکتيا ځاځياريوب ولسوالۍ د سپينېشګې په تفريحي سيمه کې د کتابونو او هنري تابلوګانو اووه ورځنۍ نندارتون پرانيستل شو.
پکتيا کې د نښتر کلنۍ مشاعره په لومړي ځل د دغه ولایت د اريوبځاځي ولسوالۍ د سپينېشګې په تفريحي سيمه کې د ګڼو شاعرانو، ليکوالانو، چارواکو او عامو خلکو په ګډون ترسره شوه.
د سعودي عربستان د حج او عمرې وزیر د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر ته د راتلونکې کال د حج وثیقه او تفصیلي برنامه سپارلې او دواړو لورو د افغان حاجیانو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو پر برابرولو خبرې کړې دي.
په کندهار کې د اسلامي امارت د رهبر شېخ هبتالله اخندزاده په امامت د اختر لمونځ ادا شو، هغه د افغانانو ترمنځ د اختلافاتو پر له منځه وړلو او یووالي ټينګار وکړ.
د پژواک خبري اژانس مشرتابه او کارکوونکي د افغانستان او نړۍ ټولو مسلمانانو ته د نېکمرغه لوى اختر مبارکي وايي.
د دیني چارو پوهان وايي، پر هر هغه مسلمان چې مقیم او د نصاب خاوند وي، قرباني واجب ده او یو شمېر هغه خلک چې د قربانۍ غوښه پر بېوزلو نه وېشي، قرباني یې کېږي خو اجر او ثواب یې کمېږي.
د اسلامي امارت ویاند وایي، د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر په مکه معظمه کې د اسلامي هېوادونو د حج او اوقافو وزیرانو په ۴۸ نړۍوال کنفرانس کې ګډون وکړ.
د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر د اسلامي هېوادونو د حج او اوقافو وزیرانو کنفرانس کې د ګډون په موخه سعودي عربستان ته ولاړ.
د ا.ا د عدلیې وزارت وايي، د تمدن ټلوېزیون، خاتمالنبیین مدرسې او خاتمالنبیین پوهنتون فعالیت له دې امله درول کېږي چې «د افغانستان حرکت اسلامي» په لغوه شوي ګوند پورې تړاو لري او ودانۍ یې هم په غضب شوې ځمکه کې جوړې شوې دي.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وايي، له کابله دغه ولایت ته د جام مناز وضعیت ارزونې په موخه د راغلي پلاوي له څېړنو وروسته پرېکړه شوې چې ډېر ژر به د دغه منار د بیارغونې او تحکیم چارې پیل شي.
نن د مې میاشتې ۲۹مه د پښتو ژبې له نړۍوالې ورځې سره برابره ده او دا ورځ د افغانستان او پاکستان په ګډون د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د پښتنو له خوا نمانځل کېږي، خو یو شمېر پښتانه لیکوالان وايي، د پښتو ژبې د پرمختګ او ودې لپاره دې لا ډېر کار وشي.
فېروزکوه انسټيټیوټ د څه باندې ۷۲۲ زره افغانیو په لګښت جوړ شوي اویا قلمه فرهنګي اثار د افغانستان علومو اکاډمي ته ډالۍ کړل او نن په دې اکاډمي کې نندارې ته وړاندې شول.
د وروستیو سېلابونو له امله د غور جام منار زیانمنېدو په اړه د پژواک راپور له خپرېدو وروسته د غور ځایي مسوولینو وايي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاریخي ابدو ساتنې او ترمیم د رییس په مشرۍ یو پلاوی د یاد منار د وضعیت ارزونې په موخه غور ته ورغلی دی.
د میدانوردګو ولایت د بهسودو لومړۍحصې ولسوالۍ په مرکز کې د رواشو فرهنګي میله په ځانګړو مراسمو سره ترسره شوه. په دغه فرهنګي میله کې د میدان وردګو او بامیانو ولایتونو واليانو، د میدان…
د غزني د جاغوري ولسوالۍ یو شمېر نجونو، د تعلیمي او فرهنګي بنسټونو په همکارۍ د کتابونو اووه ورځنی نندارتون پرانیستی دی.
د امربالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت سرپرست وایي، اسلامي امارت له نړۍ نور څه نه، یوازې دومره غواړي چې د دغه نظام په اړه دې ناسم قضاوت نه کوي او د هغه رښتينی انځور دې خلکو ته وړاندې کړي.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې وروستیو سېلابونو د ډېرو مالي او ځاني زیانونو اړولو ترڅنګ، جام تاریخي منار ته هم ډېر زیان اړولی او له مرکزي حکومت او نړۍوالو بنسټونو یې غوښتي چې د هغه ساتنې لپاره اقدام وکړي.