د پکتيکا چارواکي: د رسنیو او خبریالانو خوندیتوب ته ژمن يو
د پکتيکا چارواکي وايي، په دغه ولایت کې تر دې مهاله د خبریالانو مخې ته کومه لویه ستونزه نه ده رامنځته شوې او له دې وروسته به رامنځته نه شي.
د پکتيکا چارواکي وايي، په دغه ولایت کې تر دې مهاله د خبریالانو مخې ته کومه لویه ستونزه نه ده رامنځته شوې او له دې وروسته به رامنځته نه شي.
د بلخ ولایت د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر ریاست له خپلو محتسبینو غوښتي چې راتلونکې اونۍ د بېحجابۍ د مخنیوي لپاره درې ورځې د ښار په بېلابېلو سیمو کې وګرځي او همداراز د بېلماځو…
د اروزګان فرهنګیان او شاعران وايي، په دغه ولایت کې دې ادبي ناستې او فرهنګي فعالیتونه ډېر او تر لرو سیمو هم وغځول شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت، نن په کابل کې د «مورنۍ ژبې» نړۍواله ورځ ونمانځله.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د لوګر په مرکز پل علم کې د حکومت او رسنیو ترمنځ د همغږۍ غونډه رابللې وه چې په کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس، د ولایتي نورو ادارو ویاندویانو، د محلي راډيوګانو مسوولینو او خبریالانو ګډون کړی وو.
د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې مسوولينو د تخار له خبريالانو سره په لیدنه کې وويل، اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو لپاره د هېواد په کچه هڅې روانې دي.
د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، په یوه تازه ګام کې یې د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د تاریخي ابدو په توګه ۱۸ سیمې مشخصې او ثبت کړې دي.
د کابل ښاروالۍ له لوري د کابل د پنځمې ناحیې په پل سوخته سیمه کې د کتاب ویلو نندارتون جوړ شو چې درې ورځې به دوام لري.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، د دغه ولایت د موزیم د تاریخي اثارو لیدو ته هره ورځ لسګونه کسان ورځي چې د پخوا په پرتله یې شمېر ۵۰ سلنه ډېر شوی دی.
د رسنیو ځیني ملاتړي بنسټونه د «تمدن» خصوصي ټلوېزیون دفتر ته د امنیتي کسانو پر ننوتو او له کارکوونکو سره یې پر چلند نیوکه کوي، خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، امنیتي کسان په سیمه کې د کورونو تلاشۍ پر مهال د ټلوېزیون دفتر ته هم دننه شوي خو له چا سره یې ناسم چلند نه دی کړی.
د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې مشر وایي، د یونسکو مرکزي دفتر سلاکار د خبریالانو بد اقتصادي وضعیت ته د پام پر جلبولو او له هغوی پر ملاتړ ټینګار کړی او ژمنه یې کړې چې د افغانستان د رسنیو او خبریالانو اقتصادي ملاتړ لپاره به عدالتغوښتنه کوي.
په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره ځینو خلکو فکر کاوه چې نور نو سینما په هېواد کې کوم ځای نه لري، خو د اټکل خلاف په دغه موده کې نهه فلمونه تولید شوي او په اریانا سینما کې یو فیسټیوال هم ترسره شوی؛ سینماګران بیا دغه شمېر کافي نه بولي.
د فارياب ولايت فرهنګیان او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وايي، په تېرو کلونو کې د دغه ولايت په قيصار ولسوالۍ کې پر اصحاب کهف غار مشهور ځای لرغوني اثار لوټ شوي او په دغه غار کې د اوو جسدونو اسکلیټونه هم له منځه تللي دي.
د پژواک خبري اژانس موندنې ښيي چې د تېر کال په زمري مياشت کې تر سياسي بدلون وړاندې او له هغه را وروسته، ١٢٣ راډيوګانې تر ډېره د مالي ستونزو له امله له فعالیته لوېدلې دي.
د غزني خبریالانو د دغه ولایت له مسوولینو سره خپلې ستونزې او غوښتنې شریکې کړې او معلوماتو ته پر لاسرسي او د نورو ستونزو هواري په اړه یې ټینګار وکړ.
د بادغیس ځيني سینماګران له سرپرست حکومته غواړي چې له دوی ملاتړ وکړي؛ بلخوا د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست بیا وایي، هغوی چې د اسلامي امارت له اصولو سره سم فعالیت وکړي ملاتړ یې کوي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او د ترکيې یوې موسسې ترمنځ د جوماتونو بیارغولو او جوړولو په تړاو د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو.
د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي هرات ته د سفر پر مهال ویلي، ټاکل شوې چې د دغه ولایت د ټولو تاریخي ابدو خوندیتوب په موخه ساتونکي وګومارل شي.
د هرات یو شمېر اوسېدونکي وایي، د دغه ولایت په ولسوالیو کې تاریخي ابدې د تېرو جنګونو او د پخوانیو حکومتونو نه پاملرنې له امله ویجاړې شوې دي او له حکومته غواړي چې د رغونې او ساتنې برخه کې یې اقدام وکړي.
په بغلان، لغمان، بدخشان، پنجشېر، بلخ، کابل، جوزجان پکتيا، سرپل، ننګرهار، بادغيس او غور کې قران کریم ته د سپکاوي په غبرګون لاریونونه وشول.
بلخ کې یو شمېر خلک او مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز مزارشریف کې د روضې ځینې برخې تخریب شوې او زیاتوي، که ونه رغول شي، ښايي نورې برخې یې هم ژر ویجاړې شي.
د بلخ حکومتي مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د کافرکلا لرغوني تاريخي ابدې خوندیتوب په موخه د قوشتیپې کانال مسير یو څه بدل شوى دى.
په بادغیس ولایت کې یو شمېر کتابپلورونکي د کتابونو د پلور بازار کمرنګه کېدو خبره کوي؛ خو کارپوهان وایي چې له کتابونو څخه استفاده نه کول د ټولنې د وروسته پاتېوالي لامل ګرځي او ناوړه پایلې لرلی شي.