ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ امر بالمعروف ریاست: محتسبین دې د بې‌حجابۍ د مخنیوي لپاره را روانه اونۍ درې ورځې په ښار کې وګرځي

د بلخ امر بالمعروف ریاست: محتسبین دې د بې‌حجابۍ د مخنیوي لپاره را روانه اونۍ درې ورځې په ښار کې وګرځي

author avatar
24 Feb 2023 - 15:14
د بلخ امر بالمعروف ریاست: محتسبین دې د بې‌حجابۍ د مخنیوي لپاره را روانه اونۍ درې ورځې په ښار کې وګرځي
author avatar
24 Feb 2023 - 15:14

مزارشریف (پژواک، ۵ کب ۱۴۰۱): د بلخ ولایت د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر ریاست له خپلو  محتسبینو غوښتي چې راتلونکې اونۍ د بې‌حجابۍ د مخنیوي لپاره درې ورځې د ښار په بېلابېلو سیمو کې وګرځي او همداراز د بې‌لماځو کسانو لست دې دغې ته وسپاري.

یاد ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د بلخ د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر ریاست پرون په یوه ناسته کې –چې د دغه ولایت د امر بالمعروف رییس مولوي سردارمحمد حیدري او محتسبینو ګډون درلود- د ځینو موضوعاتو په اړه بحث وکړ او په تړاو یې پرېکړې وشوې.

سرچینې لیکلي، په دغه ناسته کې پرېکړه وشوه چې راتلونکې اونۍ د هرې حوزې محتسب به د بې‌لماځو کسانو لست د حوزې امر ته سپاري.

په اعلامیه کې راغلي: «د بې‌حجابۍ د مخنیوي لپاره به راتلونکې اونۍ په ټول ښار کې د درې ورځو لپاره عمومي ګرځېدنه ترسره شي.»

دغه‌راز پرېکړه شوې چې د شنبې په ورځ به د ودونو هوټلونو له مدیرانو سره د موسیقۍ مخنیوي او ځینو نورو مسایلو په اړه ناسته ترسره شي.

د اعلامیې پر اساس، په یاده ناسته کې ویل شوي چې هر محتسب د دې ترڅنګ چې تواضع او عاجزي پر ځان لازمي کوي، د مسوولیت احساس دې ولري او له بعیت سره به خیانت نه کوي.

Visits: 117

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.