منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۸ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

دین او کلتور

۳،۰۴۴ راپورونه

راپورونه

غړي

د حج او اوقافو وزارت سرپرست د افغان حاجیانو د سهمیې ډېرېدو غوښتنه وکړه

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر سره په ليدنه کې له هغه غوښتي چې په راتلونکي کې د افغانستان لپاره د حاجیانو سهمیه ډېره او د عمرې ادا کولو برخه کې لا نورې اسانتیاوې برابرې کړي.

غړي

فراهي: ویاندویان باید له رسنیو او خبریالانو سره صمیمانه اړيکې ولري

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مرستیال د وزارتونو او خپلواکو ادارو ویاندویانو ته د یوه روزنیر سمینار پر مهال رسنۍ د نظام مهمه برخه بللې او ویلي یې دي چې ویاندویان باید له رسنیو او خبریالانو سره نږدې او صمیمي اړيکي ولري.

غړي

هرات کې د «نسیم مهر» خطاطۍ ‎‎نندارتون پرانیستل شو

هرات کې د اسلامي او اصیل خط د هنر ژوندي ساتلو په موخه نن دغه ولایت کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ او د هرات د خطاطانو ټولنې په کوربه‌توب د «نسیم مهر» په نوم څلور ورځنی ننداتون پرانیستل شو.

غړي

شاعر او لیکوال وسیم مومند ومړ

بغلان ولایت کې پښتون شاعر او لیکوال محمدوسیم مومند د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ او جنازه یې نن سهار په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شوه.

غړي

د حج او اوقافو وزارت یو پلاوی ترکیې ته تللی

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو د تنظیم مرستیال شيخ مولوي عزیزالرحمن منصور په مشرۍ یو پلاوی د ترکیې هېواد د دیني چارو ادارې (دیانت) په رسمي بلنه دغه هېواد ته روان شو.

غړي

د زندانونو چارو مرستیال: هغه زندانیان چې د زده‌کړو بهیر کې برخه واخلي د حبس موده یې کمېږي

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال وايي، پر داسې یوه کړنلاره کار روان دی چې له مخې به یې هغه زندانیان چې د زده‌کړو بهیرکې برخه واخلي، د حبس موده یې کمېږي.

نور راپورونه