منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۸ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

امنیت او جرمونه

۳۲،۰۲۸ راپورونه

راپورونه

غړي

جوزجان کې نامعلومو وسله‌والو یو کس وژلی

د جوزجان د درزاب ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ په دغه ولسوالۍ کې د نامعلومو وسله‌والو له خوا د یوه کس د وژل کېدو خبر ورکړی او ویلي، د دغې قضیې په تړاو یې څلور کسان نیولي دي.

غړي

دایکنډي کې په درېیو جلا پېښو کې درې کسان مړه شوي

د دایکنډي امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په پاتو او میرامور ولسوالیو کې په درېیو جلا پېښو کې درې کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی. د دایکنډي د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو آمر غلام‌علي…

غړي

خوست کې د څلورو خبریالانو نیول کېدو راپورونه؛ عثماني: دعوت شوي، ژر به رخصت شي

ځینې سرچینې وایي، خوست کې څلور خبریالان نیول شوي، خو د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وایي، دغه کسان د ځینو مسایلو په اړه د امر بالمعروف ریاست ته دعوت شوي او ژر به خپلو کورونو ته ستانه شي.

غړي

هرات کې لسګونه نظامي وسایط ترمیم شول

د هرات امنیتي سرچینې وایي، د هېواد په لوېدیځ زون کې د الفاروق ۲۰۷ قول‌اردو د تخنیکي ټيم له خوا ۶۰ خراب شوي نظامي وسایط ترمیم شوي دي.

غړي

نورستان کې ۱۵۰۰ جریب کوکنار اړول شوي

د نورستان چارواکي وایي، د دغه ولایت په ځینو سیمو کې نږدې ۱۵۰۰ جریب کوکنار اړولي، خو د نورستان یو شمېر اوسېدونکي بیا له حکومته غواړي چې په بدیل کې یې له بزګرانو سره مرسته وکړي.

نور راپورونه