حقاني: په اوسني نظام کې د ټولو حقونه خوندي دي
د کورنیو چارو سرپرست وزیر خوست کې د امنیه قوماندانۍ د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودو په مراسمو کې ویلي، په اوسني نظام کې د ټولو حقونه خوندي دي او هېڅوک چا د چا پر حق تيری نه شي کولی.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر خوست کې د امنیه قوماندانۍ د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودو په مراسمو کې ویلي، په اوسني نظام کې د ټولو حقونه خوندي دي او هېڅوک چا د چا پر حق تيری نه شي کولی.
سیمهییز مسوولین وایي، د کندهار ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې غلو یو ځوان وژلی او د هغه جسد یې د رود سیمه کې غورځولی دی.
د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولين وايي چې د هېواد په زندانونو کې هيڅوک زندانیانو ته د سزا او یا هم شکنجې ورکولو صلاحیت نه لري.
د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښار یو شمېر اوسېدونکي ټینګار کوي چې د سپین جومات جوړولو چارې دې بشپړې شي خو بل لور ته حکومتي مسوولین بیا وايي چې د دغه جومات جوړولو قضیه محاکمو ته تللې ده.
د کورنیو چارو وزارت له نشهیي توکو سره د مبارزې مرستیال په افغانستان کې د ترکیې سفارت له سلاکار سره د نشهیي توکو پر وړاندې پر ګډې مبارزې او بزګرانو ته د بدیل کښت پر برابرولو خبرې وکړې.
د بغلان امنیه قومانداني وایي، له تېرو څو ورځو راهیسې یې دغه ولایت کې د بېلابېلو کشفي عملیاتو پر مهال یو شمېر وسلې، مرمۍ او چاودېدونکي توکي نیولي دي.
د خوست امنیه قومانداني وایي، د دغه ولايت په ګمرک کې یې ۸۸۰۰ لېتره مایع او ۲۰۰ کيلوګرامه جامد کېمياوي توکي چې د نشهیي توکو په جوړېدو کې ترې کار اخیستل کېږي، کشف او ترلاسه کړي دي.
د خوست ولایت مقام وایي، هغه کس یې نیولي چې د دغه ولایت په شمل ولسوالۍ کې یې د واده په مراسمو کې د هوایي ډزو له امله یوه ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
کورنیو چارو وزارت وایي، په هرات ولایت کې یې د غلو د یوې مسلکي ډلې هغه درې غړي نیولي چې یو ۱۷ کلن ځوان یې له تښتولو وروسته وژلی و.
د بلخ امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په بلخ ولسوالۍ کې یې د عملیاتو پر مهال ۲۵ کیلوګرامه چرس، ۲۴ ګرامه تریاک او ۱۹۹ ټابلیټ کا ګولۍ کشف او ترلاسه کړې او په تړاو یې ۳ کسان هم نیول شوي دي.
د افغانستان د زندانونو چارو د سمون ادارې مشر له ایرانه راغلي پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، دې ادارې نړۍوالو څارونکو بنسټونو او رسنیو ته د زندانیانو لیدونو لپاره زمینه مساعده کړې او هیله لري څو په ایران کې د افغان زندانیانو له وضعیت څخه ډاډ ترلاسه کړي.
د ټولګټو وزارت ويلي، که څه هم له دولتي موټرو د ټولپلازا پیسې نه اخیستل کېږي، خو هغه نظامیان چې شخصي پلیټ لرونکي موټر کاروي بايد پر لویو لارو د تګ راتګ پر مهال د ټولپلازا تعیین شوی محصول اړونده مسؤولینو ته ورکړي.
د ایران د عدلیې وزارت یو پلاوی د زندانیانو پر مسایلو د خبرو په موخه کابل ته راغلی او تر راتګ مخکې یې ویلي چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به زر افغان بندیان د افغانستان سرپرست حکومت ته وسپاري.
د اروزګان د امنیه قومانداني مسوولین وايي، نن د دغه ولایت هراوود ولسوالۍ کې د تره زامنو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی دی.
ستره محکمه وايي چې د پکتیا ولایت په مرکز کې پر يوه «قاتل» د قصاص حکم پلی شو.
د بلخ امنیه قومانداني وایي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې له نقلیه وسایطو ۶۵۰۰ لایزري او غیرمعیاري څراغونه لرې کړي او دا لړۍ دوام لري.
امنيتي چارواکي وايي چې په کابل ښار کې د نشهيي توکو د پلور، قاچاق او کارولو په تور ۱۳ کسان نیول شوي، دغه راز هرات کې یو کس د قتل په تور نیول شوی دی.
ستره محکمه وایي چې غزني ولایت کې د يوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوې ده.
د بغلان امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي، تېر ماښام یې هغه تورن کس نیولی چې وړمه ورځ یې د رومل په نوم د یوه کس په وژلو کې لاس درلود.
ځایي مسوولین وایي، تېرو څه باندې دوو کلونو کې د اروزګان په مرکز او ولسوالیو کې لس زره جریب دولتي ځمکه له غصب څخه خلاصه شوې ده.
د لوګر په مرکز پلعلم او ازرې ولسوالۍ کې یو شمېر وسلې او نشهيي توکي کشف او ترلاسه شوي دي.
یوه میاشت کې څه باندې ۳۷ زره جریبه غصب شوې ځمکه راګرځول شوې
د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايی، محتسبینو د زابل ولایت په شینکۍولسوالۍ کې د یوې دولس کلنې نجلۍ د اجباري نکاح مخه نیولې ده.
د لغمان د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې یې د ځنګلونو د ساتنې په موخه د دغه ریاست په مشرۍ د شپږو دولتي ارګانونو ګډه کمېټه جوړه کړې ده.