پکتیا کې درې کسان له وسلو او مهماتو سره نیول شوي
پکتیا کې امنیتي سرچینې وايي، تېره شپه د دغه ولایت په مرکز کې درې کسان له یوې اندازې مهماتو او وسلو سره نیول شوي دي.
پکتیا کې امنیتي سرچینې وايي، تېره شپه د دغه ولایت په مرکز کې درې کسان له یوې اندازې مهماتو او وسلو سره نیول شوي دي.
تېره شپه د پروان ولایت سیدخېلو ولسوالۍ کې یو کس د ځمکې پر سر د شخړې له امله وژل شوی او په تړاو یې دوه تنه نیول شوي دي. د پروان ولایت امنیې قوماندانۍ په…
د بلخ امر بالمعروف ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښارکې یې شپږ کسان د موسیقۍ غږولو په تور نیولي دي. د بلخ امر بالمعروف، نهی عنالمنکر او شکایاتو ریاست په…
د بښنې نړۍوال سازمان کابل او ځینو نورو سیمو کې د ۶۲ زره کمرو نصبول د افغانانو له بنسټیزو حقونو سرغړونه او شخصي حريم ته ننوتل وبلل، خو د کورنیو چارو وزارت دغه څرګندونې ردوي.…
امنیتي چارواکي وایي چې یو کس په غور کې د وښو پر سر شخړه او یو ماشوم سرپل کې د یوې سرګلولې چاودنه کې وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت په کابل ښار او نورو مهمو ځایونو کې د څه باندې ۶۲ زره امنیتي کمرو د نصبولو خبر ورکوي او خلک هم له دغه اقدامه خوښ دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، هغه ۳۶ افغان کډوال چې د قانوني اسنادو نه لرلو له امله نیول شوي وو، ازاد او بېرته خپل هېواد ته راستانه شول.
د افغانستان د خپلواکو ژورنالیستانو اتحاديه وايي چې په ننګرهار، کندهار او کندوز ولايتونو کې څلور خبريالان له بنده ازاد شوي دي.
ځایي مسوولین وایي، یو درې کلن ماشوم د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې سیند پر غاړه د لوبو پر مهال اوبو کې ډوب شوی او مړ شوی او یو بل کس د فاریاب په المار ولسوالۍ کې د ناپېژاندو کسانو له لورې وژل شوی دی.
ملي دفاع وزارت وايي، افغان امنیتي چارواکو له ترکمنستاني پلاوي سره د سرحدي مسايلو په برخه کې د همکارۍ او لا همغږۍ په موخه خبرې کړې دي.
د بغلان امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولايت په مرکز پلخمري کې يوه کس خپله مېرمن د چړې په وسیله وژلې ده.
د کابل امنیه قومانداني وایي، هغه کس یې نیولی چې په بازار کې به یې په پټه د ښځو انځورونه اخیستل او بیا به یې په خپلو ټولنیزو پاڼو کې خپرول.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان کونسلګري وايي چې د کراچۍ له زندانونو ۷۵ نور افغان کډوال ازاد او افغانستان ته لېږدول شوي دي.
فراه ولايت کې د لرغونو اثارو د موندلو يوه پرمختللې دستګاه کشف او ترلاسه شوې او په تړاو يې څلور کسان هم نيول شوي دي.
بلخ کې امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په چهارکنت ولسوالۍ کې د وسلو یوه زېرمه کشف او ترلاسه شوې ده.
بلخ کې حکومتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت امنیتي ځواکونو یو ماشوم د انسانتښتوونکو له منګولو ژغورلی او په تړاو یې څلور کسان نیولي دي.
د ننګرهار د کډوالو چارو رياست وايي، د دغه ولايت سپينغر ولسوالۍ کې د جګړو له امله ړنګ شوي ۳۷۵ کورونه بیارغول کېږي.
د لوګر امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د يو کس جسد موندل شوى چې په چړو وژل شوى دى.
د پروان امنیه قومانداني وایي چې ناپېژانده کسانو د دغه ولایت د شیخعلي ولسوالۍ په «ګنداب» دره کې یو کس د چاقو په ګوزارونو وژلی دی.