ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمنګان کې د نشه‌یي توکو د تولید یوه کارخونه له منځه وړل شوې ده

سمنګان کې د نشه‌یي توکو د تولید یوه کارخونه له منځه وړل شوې ده

author avatar
4 Sep 2023 - 15:33
سمنګان کې د نشه‌یي توکو د تولید یوه کارخونه له منځه وړل شوې ده
author avatar
4 Sep 2023 - 15:33

کابل (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۲): سمنګان کې امنیتي سرچینې وایي، د دغه ولایت په دره‌صوف پایان ولسوالۍ کې د نشه‌یي توکو د تولید یوه کارخونه کشف او له منځه یووړل شوه او ورسره په تړاو څلور کسان هم نیول شوي دي.

د سمنګان امنیې قوماندانۍ له نشه‌یي توکو سره د مبارزې مدیر مولوي احسان‌الله مزمل پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د دره‌صوف پایان ولسوالۍ په ترنوک کلي کې یې د ځانګړو عملیاتو پر مهال د افدرین نشه‌يي توکو (د شیشي لومړني مواد) یوه کارخونه کشف او له منځه وړې ده.

نوموړي زیاته کړه، له یادې کارخونې یوه ډیزلي ژرنده، ۳۰۰ لېتره تېزاب، ۲۰ بوجۍ مالګه، چونه، د سوډا کاسټیک او د اوبو ۵۰۰ متره پایپ ترلاسه شوي دي.

نوموړي څرګنده کړه چې د یادې قضیې په تړاو څلور کسان نیول شوي دي.

Views: 14

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.