منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۳ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۵°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

ټولنه

۵،۳۰۷ راپورونه

راپورونه

سږ کال تر اوسه هېواد کې ۲،۴ میلیون برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي

د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د روان کال له پیله تر اوسه هېواد کې څه باندې ۲،۴ میلیون برېښنایي پېژندپاڼې وېشلي او وايي، که بهرني تمویل کوونکي پیدا کړي نو د الکترونیکي تذکرو بیه به ټیټه شي.

د جسد پېژندنه کې تېروتنه؛ حیات‌الله ژوندی کور ته راستون شو، کورنۍ یې د بل سړي مړی ښخ کړی

د فاریاب په ګرزیوان ولسوالۍ کې شاوخوا درې اونۍ مخکې یوې کورنۍ د یوه کس جسد چې د خپلې کورنۍ د غړي ګومان یې پرې کړی و، خاورو ته سپارلی، خو څو ورځې وروسته هغه کس چې ګومان کېده مړ شوی، ژوندی کور ته راغی او خلک یې حیران کړل.

غړي

بغلان کي په یوه ولسي غونډه کې د ټولنیز عدالت پر پلي کېدو ټینګار وشو

بغلان کې نن «په ټولنیز پرمختګ کې د خلکو او حکومت ترمنځ خبرې اترې» په نوم یوه ولسي غونډه وشوه چې ګډونوالو یې د ټولنیز عدالت د ټینګښت په موخه له اداري فساد سره د مبارزې او د قومونو ترمنځ د یووالي رامنځته کېدو غوښتنه وکړه.

غړي

عمري: سیاحتي شرکتونه دې افغان کارګرو ته بهر کې د کار په موخه سیاحتي ویزې نه اخلي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست د سیاحتي شرکتونو له استازو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې افغان کارګرو ته دې بهر کې د کار په موخه سیاحتي ویزې نه اخلي او د سیاحت په موخه له تلونکو کسانو دې تضمین واخیستل شي.

غړي

اوچا: افغانستان کې اوس هم هره میاشت د ناچاوده توکو چاودنې لږ تر لږه ۵۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره )اوچا( وایي چې افغانستان کې لا هم په پراخه کچه ناچاوده توکي پاتې دي او هره میاشت یې په چاودنو کې شاوخوا ۵۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوړي.

نور راپورونه