لغمان کې ۷۵ اړمنو مېرمنو ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوه
د لغمان سیمهییز مسوولین وایی، د دغه ولایت په مرکز او دوو ولسوالیو کې له ۷۵ اړمنو مېرمنو سره د کورني اقتصاد د پیاوړتیا په موخه د خیاطۍ د وسایلو مرسته وشوه.
د لغمان سیمهییز مسوولین وایی، د دغه ولایت په مرکز او دوو ولسوالیو کې له ۷۵ اړمنو مېرمنو سره د کورني اقتصاد د پیاوړتیا په موخه د خیاطۍ د وسایلو مرسته وشوه.
د دایکنډي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي چې د روان کال په ترڅ کې څه باندې ۱۵۰۰ بېوزلو ځوانانو ته د ژبې، کمپیوټر او بیان فن برخو کې د وړیا زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ پنځهلس کالنه دښمني تېره ورځ د ځايي مسوولینو، دیني علماوو او قومي مشرانو په منځګړیتوب حلوفصل شوه.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست کابل کې په یوه غونډه کې وویل چې افغانستان ته اختلافات له پردي فکر، عقیدې او سیاسته راغلي او په وینا یې، وحدت ته بلنه د یوه نظام لپاره فریضه ده.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین وایي، تېرو نهو میاشتو کې د ټول هېواد په کچه د دغه وزارت د تخنیکي او حرفوي زدهکړو له مرکزونو ۳۴ زره کسان فارغ شوي دي.
د اسلامي امارت مشرتابه د کندهار جهادیه مدرسې د فارغانو په یوه غونډه کې د افغانانو ترمنځ پر یووالي ټینګار کړی دی.
د ننګرهار امنيه قومانداني وايي جې په دغه ولايت کې د پاسپورټونو د وېش پروسه بېرته عادي حالت ته راګرځېدلې او په تېرو شاوخوا لسو مياشتو کې ۶۵ زره او ۵۰۰ کسانو ته پاسپورټونه وېشل شوي دي.
د غزني ولایت سلګونو اوسېدونکو د جرمونو نړۍوالې محکمې له لوري د ا.ا د مشر او د قاضيالقضات د نیول کېدو وړاندیز په غبرګون کې لاریون وکړ.
د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د دغه ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لوري لسګونو ځوانانو ته د نلدوانۍ، موبایلونو د ترمیم، رنګمالۍ او برق برخو کې روزنیز پروګرام پیل کړی دی.
بامیان کې د ښځو په ګډون د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکو په یوې اعتراضي غونډه کې د جرمونو د نړۍوالې محکمې له لوري د ا.ا د مشر او د قاضيالقضات د نیول کېدو وړاندیز ناعادلانه او د سیاسي او حقوقي اصولو خلاف ګڼل دی.
د ننګرهار ولایت په خوږياڼو او اچین ولسوالیو کې د قومي مشرانو په منځګړیتوب دوې دښمنۍ پای ته ورسېدې.
سیمهییزمسوولین وایي چې په لوګر او اروزګان ولایتونو کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) له لوري زرګونو بېوزله کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې وېشل شوې دي.
بدخشان کې سیمهییزې سرچینې ۸۲۳ اړمنو او زیانمنو کورنیو ته د نغدو پیسو او کمپلو د وېش خبر ورکوي.
د پکتيکا د شکین ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د روغتیا، پوهنې، مخابراتو، پاکو او نورو برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت د حلقوي سړک او د یو شمېر ولسوالیو مواصلاتي لارو له خرابوالي شکایت کوي او له حکومته غواړي چې د جوړولو لپاره یې اقدام وکړي.
د خوست په مرکزي محبس کې لسګونو بنديانو ته د برق انجينري برخه د حرفوي زدهکړو پروګرام پيل شو.
د هرات په کشک کهنه ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ اووه کلنه دښمني چې د دواړو خواوو له لوري دوه کسان په کې وژل شوي وو، د قومي مخورو او ځايي مسوولینو په منځګړیتوب حل او فصل شوه.
د ننګرهار امنيه قومانداني وايي، جلالاباد ښار کې يې د سوالګرو د مخنيوي په موخه کمپاين ترسره کړی چې پر مهال يې ۱۰۴ سوالګر ماشومان راټول کړي او د مرستو په موخه يې اړوندو ادارو ته ورپېژندلي دي.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له یوې نړۍوالې مؤسسې سره د ۹۷ میلیون افغانیو په ارزښت دوه هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
نیمروز کې یو شمېر بېسرپرسته او بېوزلي ماشومان چې له کثافاتو د توکو ټولولو له لارې خپلو کورنیو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي، له اسلامي امارته غواړي چې د دوی ملاتړ وکړي او د زدهکړو زمینه ورته برابره کړي.
د لغمان د مرکز مهترلام اړوند الیشنګ کلي اوسېدونکي وایي چې کلي ته یې د برېښنا غځېدو چارې د تېر حکومت پر مهال ۸۰ سلنه بشپړې شوې وې خو له تحول وروسته ولاړې دي او له حکومته دې برخې ته د پاملرنې غوښتنه کوي.
سیمهییز مسوولین وایي چې په هلمند کې له څه باندې ۲۳۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو او په میدانوردګو کې له زرو کورنیو سره د غوښې مرسته وشوه.
د هرات سیمهییز مسوولینو د دغه ولایت له ښار او ولسوالیو څخه د ۱۹۶ سوالګرو د را ټولولو خبر ورکړی وایي چې دا لړۍ لا هم روانه ده.
د غور په مرکز فیروزکوه ښار کې د یو شمېر کورنیو سرپرستې ښځې چې د خپلو اولادونو اعاشې برابرولو لپاره یې سوال کولو ته مخه کړې، له حکومته او موسسو د مرستو غوښتنه کوي.