منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۲ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۵°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

ټولنه

۵،۳۰۷ راپورونه

راپورونه

غړي

جوزجان کې «له پرمختګ او ثباته د قومونو ملاتړ» په نوم غونډه جوړه شوه

د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ زرګونو اوسېدونکو د یوې غونډې په ترڅ کې د اسلامي امارت له بیا ځلې واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د پرمختګ او ثبات ټینګېدو ستاینه کړې او د لویو پروژو پلې کېدل د هېواد د اقتصادي ودې او ځان بسیاینې لپاره مهم بولي.

غړي

اوچا: روان زېږدیز کال افغانستان کې ۱۴.۳ میلیون کسان روغتیایي پاملرنې ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ‌ دفتر وايي چې په روان میلادي کال کې په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۴.۳ میلیون کسان روغتیایي پاملرنې ته اړتیا لري او دوی به وکولی شي یوازې ۹.۳ میلیون کسانو ته روغتیایي مرستې برابرې کړای شي.

غړي

د احصایې او معلوماتو ملي اداره: تر اوسه څه باندې ۱۵ میلیون هېوادوالو ته الکترونیکي پېژندپاڼې وېشل شوې

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې هېواد کې د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش له پيل راهیسې تراوسه څه باندې ۱۵ میلیون کسانو ته الکترونیکي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

غړي

خیرخواه: نړۍ دې د فرهنګي میراثونو ساتنې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د اروپایي ټولنې له شارژدافیرې سره په ليدنه کې ویلي چې په هېواد کې د فرهنګي میراثونو ساتنه د افغانانو او نړۍوالو ګډ مسوولیت دی او په دغه برخه کې باید له افغانستان سره مرسته وشي.

غړي

لغمان کې د دوو کورنیو ترمنځ روغه وشوه

د لغمان سیمه‌ییز مسوولین وایي، د دغه ولایت د الینګار ولسوالۍ په سنګره سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۲ کلنه دښمني نن د قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړيتوب پای ته ورسېده.

د احمدولي په نوم د یوه مخکني څارنوال کیسه چې اوس د روږدو په مرکز کې تر درملنې لاندې دی

د احمدولي په نوم ځوان چې پخوا یې په کابل، اروزګان او کندهار ولایتونو کې د څارنوال په توګه دنده ترسره کوله او بیا د خپلو نږدې ملګرو له خوا په نشه‌يي توکو روږدی شو، اوس د کندهار د روږدو په مرکز کې تر درملنې لاندې دی.

نور راپورونه