ټولنه
راپورونه
کندهار کې تازه پخلا شوې دوه دښمنې کورنۍ اوس نږدې دوستانه اړیکې لري
کندهار کې په دې وروستیو کې د خلکو او کورنیو ترمنځ د شخړو هواري برخه کې هڅې ډېرې شوې چې ډېر رول په کې قومي مشران او دیني عالمان لري.
د تخار په مرکز تالقان کې د روږدو ډېرېدو خلک اندېښمن کړي
د تخار مرکز تالقان ښار پر سړکونو کې د روږدو ډېرېدو د دغه ښار اوسېدونکي اندېښمن کړي، هغوی له حکومته غواړي چې روږدي راټول او درملنه یې وکړي، خو مسوولین بیا وایي چې د هغوی راټولول په یو ځل، ستونزمن کار دی.
بغلان کې سلګونه معلولين د کم معلولیت له امله د مياشتني حقوقو له لېسته ايستل شوي
د بغلان د شهيدانو او معلولینو چارو رياست وايي چې د نوې طرحې له مخې يو شمېر هغه معلولين یې د مياشتني حقوقو له لېسته ايستلي چې مستحق نه وو. خو بل لور ته معلولين…
د کندهار لوړ شاولیکوټ ولسوالۍ د کجور سیمې خلک د مخابراتي خدمتونو غوښتنه کوي
د کندهار په اداري جوړښتونو کې د نوې اضافه شوې ولسوالۍ «لوړ شاولیکوټ» د کجور سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي، له کلونو راهیسې له مخابراتي خدمتونو بېبرخې دي.
د نیمروز اوسېدونکي: کارنشته، حکومت دې دغه ولایت کې تولیدي کارخونو جوړولو ته پاملرنه وکړي
د نیمروز ځيني اوسېدونکي په ځانګړي ډول ځوانان له بېکارۍ شکایت لري او په دغه ولایت کې د تولیدي فابریکو جوړولو غوښتنه کوي.
د هرات ښاریان د برېښنا پرچاوۍ له زیاتېدو شکایت کوي
د هرات یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د هوا په ګرمېدو سره په دغه ولایت کې د برېښنا پرچاوۍ هم ډېرې شوې چې خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د کونړ چپې درې له نیمايي ډېر اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري
د کونړ چپې درې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، دوی له کلونو راهیسې د څښاک لپاره د ویالو له اوبو استفاده کوي چې له امله يې هر کال پر بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي.
د اوبو کمښت ناورین؛ سمنګان کې یو شمېر خلک د څښاک او کرنیزو اوبو پر کمېدو اندېښنه څرګندوي
په داسې حال کې چې د اقلیمي بدلون له امله رامنځته شوې وچکالۍ افغانستان کې د اوبو زېرمو د کمښت لامل شوې، د سمنګان یو شمېر اوسېدونکي وايي، که په دغه ولایت کې د اوبو د کمښت ناورین ته رسېدنه ونه شي، دوی اړ دي خپلې سیمې پریږي.
په څلورو ولایتونو کې له زرګونو کسانو سره مرسته وشوه
په بادغیس، فراه او لغمان ولایتونو کې له ۸۴۶۰ اړمنو کورنيو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو او پکتيا کې له ۵۰۰ بزګرانو سره د بڼوالۍ او بزګرۍ وسایلو مرسته وشوه.
د کار وزارت: تېر کال مو نږدې ۴۴ زره کسانو ته د فني او حرفوي زدهکړو زمینه برابره کړې
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، تېر لمریز کال کې یې د هېواد په کچه نږدې ۴۴ زره کسانو ته د فني او حرفوي زدهکړو زمینه برابره کړې ده. یاد وزارت دغه راز ويلي…
«کندوز کې تر اوسه ۲۹ زره جریبه غصب شوې دولتي ځمکه بېرته راګرځول شوې ده»
کندوز کې مسوولین د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون د کار له پیل راهیسې په دغه ولایت کې د ۱۳۰ زره جریبه غصب شوې ځمکې د تثبیتولو خبر…
د ترینکوټ یو شمېر اوسېدونکي د څښاک اوبو له کمښته شکایت کوي
د اروزګان مرکز ترینکوټ یو شمېر اوسېدونکي او هټۍوال وايي، ښار کې د څښاک پاکې اوبه کمې شوې او خلک له ستونزو سره مخ دي. د ترینکوټ ښار اوسېدونکو دغه شکایت نن د اروزګان والي…
د پژواک ټویټرپاڼې څارونکي (فالوورز) یو میلیون ته ورسېدل
د پژواک خبري اژانس ټويټرپاڼې څارونکي (فالورز) یو میلیون کسانو ته ورسېدل او د فېسبوکپاڼې څارونکي یې بیا له دوهنیم میلیونه اوښتي دي. پژواک په افغانستان کې تر ټولو لوى، باوري او خپلواک خبري اژانس…
غزني ښار کې د روږدو کسانو راټولېدو ځایونو ته د ماشومان ورتګ خلک اندېښمن کړي
د غزني ځيني اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز غزني ښار کې هره ورځ یو شمېر ماشومان پر نشهيي توکو د روږدو نندارې ته ولاړ وي او اندېښنه څرګندوي چې ښايي دغه ماشومان…
پښتین پاکستاني چارواکو ته خطاب کې: که مو غوښتنې ونه منل شي، د ازادۍ غږ پورته کوو
د پښتونژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ګواښ کړی چې که د پاکستان حکومت د پښتنو حقوق ور نه کړي او خپل روان ظلمونه ونه دروي نو اړ به شي چې د «ازادۍ» غږ پورته کړي.…
ملګري ملتونه: د افغان ښځینه کارکوونکو له ګډون پرته مرستې سمې نه شو رسولی
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږیکوونکی ډینیل انډریس ويلي، د دې لپاره چې اړمنو افغان ښځو او نارینه وو ته مرستې مساوي او له کوم ځنډ پرته ورسېږي، اړتیا ده د…
فراه کې د څلورو کورنیو خونړۍ دښمني په دوستۍ بدله شوه
فراه ولایت کې د چارواکو، علماوو او قومي مخورو په منځګړیتوب، د څلورو کورنیو ترمنځ هغه دښمني پای ته ورسېده چې په ترڅ کې یې پنځه کسان وژل شوي وو او یو ټپي و.
خوست کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ سوله وشوه
خوست کې د دوو کورنيو ترمنځ شل کلنه دښمني پای ته ورسېده او دواړو لورو يو بل ته د دوستۍ غېږې ورکړې.
د ځوانانو معین: په ټول هېواد کې د ځوانانو ۸۰۰ نوې شوراګانې جوړېږي
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو معین لوګر ولایت ته د سفر پرمهال د ځوانانو یوې مناظرې ته ویلي، ډېر ژر به د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ځوانانو سلګونه نوې شوراګانې جوړې کړي.
د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۴مه کالیزه؛ سرپرست حکومت عمومي رخصتي اعلان کړه
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د زمري ۲۸مه د هېواد خپلواکۍ د بېرته اخیستو کالیزې په مناسبت عمومي رخصتي اعلان کړې ده.
د ماشومانو ژغورنې صندوق: ۳۸ سلنه افغان ماشومان د اقتصادي ستونزو له امله کار ته اړ شوي
د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د ماشومانو ژغورنې صندوق سروې ښیي چې سروې کې د شاملو ماشومانو ۳۸ سلنه په تېرو دوو کلونو کې د اقلیمي بدلونونو له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ او کار کولو ته اړ شوي دي.
مسوولین: بامیان کې زرګونو کسانو ته لنډمهاله کاري فرصتونه برابر شوي
د بامیان ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې زرګونو کسانو ته لنډمهاله کاري فرصتونه برابر شوي دي. د بامیان د کلیو پراختیا رییس ملا ضیااالله خادم پژواک ته وویل چې د…
بغلان کې کارګرو ماشومانو ته د نارسمي زدهکړو او رواني روزنې مرکز پرانیستل شو
بغلان کې سیمهییز چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د یونیسف دفتر په مالي ملاتړ ګارګرو ماشومانو ته د نارسمي زدهکړو او رواني روزنې مرکز پرانیستل شو.

























