راتلونکې سهشنبه عمومي رخصتي اعلان شوه
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، د روانې اونۍ سهشنبه ورځ د سرپرست حکومت واکمنېدو دویمې کالیزې په مناسبت په هېواد کې عمومي رخصتي ده.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، د روانې اونۍ سهشنبه ورځ د سرپرست حکومت واکمنېدو دویمې کالیزې په مناسبت په هېواد کې عمومي رخصتي ده.
د فاریاب ځيني قومي مشرانو په دغه ولایت کې د څښاک او کرنیزو اوبو د کمښت له امله اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی، که د دهندرې بند کارونه بېرته پیل نه شي، خلک به له میمنې ښار او ځینو ولسوالیو څخه کوچېدو ته اړ شي.
بلخ کې یو شمېر معلولینو او ځوانانو د ځوانانو نړۍوالې ورځې په پار د یوې راټولېدنې په ترڅ کې له سرپرست حکومته دوی ته د کاري فرصتونو د برابرېدو غوښتنه وکړه.
په داسې حال کې چې د اوبو کمښت اوس په هېواد کې یوه لویه ستونزه ده، د هرات اوسېدونکي وايي چې د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي او له مسوولینو غواړي چې دې ستونزې ته یې رسېدنه وکړي.
زابل په مرکز کې نن له ۱۷۶۵ او پکتیا په لجه منګل ولسوالۍ کې له ۲۳۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې او کورنیو چارو وزارت ترمنځ د همکاریو يو هوکړهلیک لاسلیک شو چې له مخې یې د پاسپورټ اخیستو لپاره له دې وروسته کاغذي پېژندپاڼې د پاسپورټ عمومي ریاست کې تاییدېږي.
د جوزجان کرنې ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د څارویو خوراکي توکو نشتوالي په اړه د اندېښنې په څرګندولو وايي، که له مالدارانو سره مرسته ونه شي، ښايي څه باندې یو میلیون څاروي یې له منځه لاړ شي.
یو شمېر موټرچلوونکي پر لویو لارو د تګ راتګ پر مهال له ستونزو شکایت کوي او له حکومته غواړي چې د دې لارو بیارغولو چارې دې چټکې کړي.
غور کې له ۵۵۳۳ بېوزلو کورنيو سره د خوراکي توکو، زابل کې له ۳۰۰۰ زده کوونکو سره د کتابونو او قرطاسيې، پکتيا او ننګرهار کې له ۱۲۰۰ کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه.
د نیمروز یو شمېر اوسېدونکي شکایت لري چې په دغه ولایت کې د ایران د ویزې بیه د نورو ګاونډیو ولایتونو په نسبت لوړه ده او د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي. یادو اوسېدونکو…
د بلخ یو شمېر اوسېدونکي د اوبو کچې پر ټيټېدو اندېښنه ښيي او وايي چې خلک او حکومت بايد د اوبو د بېځایه استفادې مخه ونیسي.
د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي چې د روان ميلادي کال په تېرو اوو میاشتو کې یې د خوراکي توکو مرستې ته د اړتیا کمېدو او سیمهییز اقتصاد پیاوړتیا لپاره په افغانستان کې له ۵.۷ میلیون کسانو سره نغدي مرسته کړې ده.
د عدلیې وزارت وايي، د بادغیس ولایت په جوند ولسوالۍ کې شاوخوا ۵۰۰ جریب ځمکه بېرته مسترد شوې ده.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د دو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې شخړه چې له شاوخوا ۲۵ کلونو راهیسې یې دوام درلود، هواره شوه.
کندهار کې سیمهییزمسوولین وایي، له کابل وروسته کندهار لومړی ولایت دی چې د احصایې او معلوماتو ریاست تر چتر لاندې په کې د اسان خدمت مرکز پرانیستل شو.
د لوګر یو شمېر قومي مشرانو د یوې غونډې په ترڅ کې ټینګار وکړ چې حکومت دې د ولس اساسي ستونزو ته رسېدنه او د بیارغونې پروژې دې بېرته پيل کړي.
د کابل ښار په بګراميو سیمه کې یو شمېر بېځایه شوې کورنۍ چې کورونه یې د ښاروالۍ له خوا ویجاړ شوي له حکومت او نړیوالو سازمانونو څخه د مرستې او د اوسېدنې د ځای ټاکلو غوښتنه کوي.
یو جوزجاني ځوان په چین کې د لوړو زدهکړو له پای ته رسولو وروسته هېواد ته راستون شوی او د ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په پانګونې سره یې یو سوداګریز شرکت جوړ کړی چې ۴۰ ځوانانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې پلاوي په دوحه کې د دغه هېواد سرې مياشتې له مسوولينو سره د بشري اړتیاوو پر ۱۶ بېلابېلو مواردو خبرې کړې دي.
د پنجشېر او بامیان ولایتونو مسوولین وايي چې په دغو ولایتونو کې د ټولګټو پروژو په پلې کېدو سره زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د تېلو یوه سرای کې د اورلګېدنې له امله ۷۵۰ زره افغانۍ زيان اوښتى دى. د بلخ اطفائیې مدیر عبدالمومن فیاض پژواک خبري اژانس ته وویل، نن غرمه…
د بلخ عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې یې د ۱۳۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د امبولانسونو ۲۴ ساعته سیسټم فعال شو. د بلخ عامې روغتیا رییس ډاکټر نجیبالله توانا…
د پاسپورټ ریاست وایي، هغو ماشومانو ته چې والدین او یا قانوني وکیل ونه لري، ممنوعالخروج شوو او هغو کسانو ته چې محکمې په جزایي، مدني او سوادګریزو قضیو کې محکوم کړي وي، پاسپورټ نه…