ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل بګراميو کې د یوه ویجاړ شوي کمپ بې‌ځایه شوي له حکومته د سرپناه غوښتنه کوي

د کابل بګراميو کې د یوه ویجاړ شوي کمپ بې‌ځایه شوي له حکومته د سرپناه غوښتنه کوي

author avatar
2 Aug 2023 - 19:45
د کابل بګراميو کې د یوه ویجاړ شوي کمپ بې‌ځایه شوي له حکومته د سرپناه غوښتنه کوي
author avatar
2 Aug 2023 - 19:45

کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۲): د کابل ښار په بګراميو سیمه کې یو شمېر بې‌ځایه شوې کورنۍ چې کورونه یې د ښاروالۍ له خوا ویجاړ شوي له حکومت او نړیوالو سازمانونو څخه د مرستې او د اوسېدنې د ځای ټاکلو غوښتنه کوي.

دا بې‌ځایه شوي چې د ستونزو له امله د هېواد له بېلابېلو ولایتونو دغه ځای (د بګرامیو الف برخه) کې راټول شوي او شاوخوا لس کاله کېږی چې دلته ژوند کوي، وایي چې د خیمو او د اوسېدو ځای له ویجاړېدو سره یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او سرپناه نه لري.

د یادو بې‌ځایه شوو یوه استازي وویل، شاوخوا ۲۸۰ کورنۍ په دغه کمپ کې ژوند کوي او اوس ډیری دغه کسان چې د اوسېدو لپاره ځای نه لري، د همدې سیمې په شاوخوا کې یې خالي نمرې په دری، څلور زره افغانیو کرایه کړي او په یوه نمره کې تر لسو کورنیو پورې ژوند کوي.

د کابل ښاروالۍ شاوخوا یوه اونۍ مخکې (د چنګاښ ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د شاوخوا ۱۰۰ جریب غصب شوې ځمکې له بېرته راګرځولو خبر ورکړی و او لیکلي یې وو: «یو شمېر غاصب او فرصت طلب کسان چې په تېرو کلونو کې یې په بېلابېلو بهانو د بګرامي په الف ساحه کې شاوخوا ۱۰۰ جریب دولتی ځمکې غصب کړې، پیژندل شوي او د هغوی د ځینو غیرقانوني تاسیساتو پر پاکولو او ویجاړولو اقدام شوی دی.»

په هغه وخت کې په افغانستان کې د ناروې کډوالو شورا راپور ورکړ چې سرپرست حکومت «په کابل کې له یوه کمپه داخلي بې ځایه شوي کسان په زوره وایستل» چې د دې کمپ په ویجاړیدو سره شاوخوا ۲۸۰ کورنۍ بې‌کوره او بې‎سرپناه شوې دي.

هغه مهال داسې راپورونه هم خپاره شول چې «د کمپ څخه د وتلو او ویجاړولو پر مهال یو څلور کلن ماشوم او یو څوارلس کلن تنکی ځوان مړ شوي دي.»

٦٠ کلن محمد‌نعيم چې له ١١ کلونو راهيسې په دغه کمپ کې اوسېږي وايي، سره له دې چې کابل ښاروالۍ دوى ته د دغو ځمکو د پرېښودو لپاره ٢٠ ورځې وخت ورکړى و، خو تر ټاکلې نېټې مخکې يې د هغوی کورونه او خېمې ويجاړې کړې.

هغه چې د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ یوازینی سرپرست دی وايي، په ۷۰مه لسېزه کې یې د کورنیو جګړو له امله خپل ځوان زوی له لاسه ورکړی او اوس یې ۱۳ کلن زوی د وینې پر سرطان اخته دی او اړ دی چې هره میاشت وینه ورته واخلي.

نوموړی چې په خپله لاسي کارچۍ کار کوي او د ورځې له ۵۰ افغانیو څخه ډیرې پیسې نشي ترلاسه کولای زیاتوي، د ده لپاره د کورنۍ نفقه پیدا کول ډېر سخت دي او حتی د هغه کور ۱۲۰۰ افغانۍ کرایه هم نه شي ورکولی چې د کمپ له ویجاړیدو وروسته یې کرایه کړی.

ورته مهال، مرضیه چې کونډه ده او ۹ کاله یې په دې کمپ کې ژوند کړی وایي، تر هغه چې په دغه کمپ کې وو، تل د موسسو له خوا مرستې ورسره کېدلې او ارام ژوند یې درلود.

هغې د خپلو کورونو او خیمو د ویجاړېدو د ورځې په اړه وویل، هغه ورځ دوی خپل یو شمېر مالونه له لاسه ورکړل او د څو ورځو لپاره یې د ژوند کولو لپاره سرپناه هم نه درلوده.

مرضیه چې د یو شمېر دغو بې‌ځایه شوو استازې هم ده، وايی، ډیر کم شمېر دغو بې‌ځایه شوي بېرته خپلو ولایتونو ته لاړل خو ډیری شمېر  چې وس نه لري د یاد کمپ په شاوخوا کې نمرې په کرایه نیولې او هره نمره کې تر ۱۰ کورنۍ ژوند کوي.

ورته مهال، دغو بې‌ځايه شوو خلکو ګڼو ستونزو ته په اشارې سره له سرپرست حکومت او نړيوالو سازمانونو څخه د بېړنۍ مرستې او د اوسېدوځاى د ټاکلو غوښتنه وکړه.

هڅه مو وکړه چې د یادو بې‌ځایه شوو په اړه د کډوالو چارو وزارت نظر او د هغوی لپاره د دغه وزارت د پلانونو په اړه نظر هم واخلو، خو له پرله پسې اړیکو او له اووه ورځو وروسته بیا هم پر دې کار ونه توانېدو.

د کابل ښاروالۍ سلاکار نعمت‌الله بارکزي پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه اداره ژمن ده چې دولتي ځمکې د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې له غاصبينو بېرته راوګرځوي.

هغه زیاته کړه: «له بده مرغه په دولتي یا سپینو ځمکو کې ځیني کسان د کوچیانو یا نورو په نوم ځای پر ځای شوي چې هم د ښاري ژوند اصولو خلاف دی او هم د ښاري پلانونو مخه نیسي، له همدې امله د کابل ښاروالۍ قوانینو پر اساس دنده لري چې دا سیمې پاکې کړي.»

Views: 28

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.