ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«کندوز کې تر اوسه ۲۹ زره جریبه غصب شوې دولتي ځمکه بېرته راګرځول شوې ده»

«کندوز کې تر اوسه ۲۹ زره جریبه غصب شوې دولتي ځمکه بېرته راګرځول شوې ده»

author avatar
20 Aug 2023 - 17:11
«کندوز کې تر اوسه ۲۹ زره جریبه غصب شوې دولتي ځمکه بېرته راګرځول شوې ده»
author avatar
20 Aug 2023 - 17:11

کندوز (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۲): کندوز کې مسوولین د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون د کار له پیل راهیسې په دغه ولایت کې د ۱۳۰ زره جریبه غصب شوې ځمکې د تثبیتولو خبر ورکړی او وایي، دغه ولایت کې تر اوسه ۲۹ زره جریبه غصب شوې دولتي ځمکه بېرته راګرځول شوې ده.

د کندوز د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي امان‌الله حسن وایي، یاد کمېسیون د کار له پیل وروسته ۲۹ زره جریبه ځمکه چې د مخکني نظام چارواکو، زورواکو او عام خلکو له خوا غصب شوې وه، بېرته راګرځول شوې ده.

هغه زیاتوي چې ډېرې غصب شوې ځمکې په مرکز او پاتې نورې په ولسوالیو کې موقعیت لري.

هغه وویل: «۲۹ زره جریبه مسترد شوې ځمکه د کندوز په مرکز، امام صاحب او قلعه ذال ولسوالیو کې موقعیت لري چې موږ هغه راګرځولې او له دغو بېرته راګرځول شوو ځمکو له ډلې ۳۵۰۰ جریبه ځمکه مو په اجاره ورکړې ده.»

نوموړي زیاته کړه چې هڅې روانې دي څو دا نورې غصب شوې ځمکې هم له غاصبینو خلاصې کړي او په قانوني ډول خلکو ته په اجاره ورکړل شي.

بلخوا، د کندوز اوسېدونکي د ځمکو د غصب د مخنیوي له کمېسیون له دغه اقدام هرکلی کوي او له غاصبینو سره د جدي چلند غوښتنه کوي.

د کندوز یوه اوسېدونکي سمیع‌الله د غصب شوو ځمکو د استرداد هرکلی کوي او له سرپرست حکومته غواړي چې له غاصبینو سره جدي چلند وکړي.

هغه وویل: «تېر کې ډېرې ځمکې غصب شوي، باید دغه ځمکې بېرته را وګرځول شي، موږ داسې خلک لرو چې ناچاره دي باید هغوی ته په اجاره ورکړل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د حکومت د شمېرو له مخې، تر اوسه په ټول هېواد کې سلګونه زره جریبه غصب شوې ځمکه راګرځول شوې ده.

Views: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.