یوه متشبثه مېرمن: سرپرست حکومت دې د متشبثو ښځو ملاتړ وکړي
یوه مېرمن چې په کابل ښار کې یې د خیاطۍ د یوې کارخونې په جوړولو سره لسو نورو مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې، له حکومته غواړي څو د دې په څېر مېرمنو ملاتړ وکړي.
یوه مېرمن چې په کابل ښار کې یې د خیاطۍ د یوې کارخونې په جوړولو سره لسو نورو مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې، له حکومته غواړي څو د دې په څېر مېرمنو ملاتړ وکړي.
د جوزجان يوه مېرمن چې د کرنې له لارې د خپلې کورنۍ اړتياوې پوره کوي، له حکومته غواړي چې د هغې په شان له ښځو ملاتړ او د کرنې روزنیز پروګرامونه ورته پراخ کړي.
د اختر په ورځو کې پر نکریزو د لاسونو سره او ښکلي کول، د افغانانو یو هغه لرغونی دود دی چې په دې ورځو کې نجونې او ښځې پر خپلو لاسونو نکریزې پورې کوي او ځان ته د لا ډېرې نېکمرغۍ دعا کوي؛ دغه فرهنګ لا هم دوام لري، خو ځینې ښځې د تیارو جوړو شوو نکریزو له بېکیفیته کېدو شکایت کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمشنره میشل بچلیت وایي افغانستان دې د ښځو د حقونو د ښه کولو لپاره د نورو اسلامي هیوادونو څخه الهام واخلي.
سکینه چې شاوخوا ۲۵ کلنه، د دایکنډي د مرکز اړوند لزیر کلي اوسېدونکې او له لاس او پښې معلوله ده، له سختو اقتصادي ستونزو څخه شکایت لري. هغه وایي، څو کاله وړاندې په دایکنډي کې…
د ننګرهار د کرنې رياست وايي، د دغه ولايت په څلورو ولسواليو کې ښځو ته د بېوزلۍ مخنيوي په موخه د سبزیجاتو کورنۍ باغچې جوړوي.
په نیمروز ولایت کې یوې ښځې د خپل خاوند په همکارۍ په لومړي ځل، د سینګار او روغتیايي توکو انلاین/ پرلیکه پلورنځی جوړ کړی دی.
د دایکنډي ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، مخکې د دغه ولایت د ښځو لاسي صنایعو یو ځانګړی شهرت درلود، خو اوس د اقتصادي ستونزو له امله یې بازار کمرنګه شوی دی.
په سمنګان ولایت کې د کورنیو باغچو جوړولو په موخه، د کرنې نړیوال سازمان په مالي مرسته ۷۵۰ بېوزلو ښځو ته د سبزیو ۶ ډوله تخمونه او ۴ قلمه کرنیز وسایل ووېشل شول.
په کندهار ولایت کې د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر ریاست په ټکسي یا رېکشا کې د ښځو پر یوازې تګ بندیز لګولی دی.
د لوګر د پوهنې ریاست وايي، په دغه ولایت کې ۸۴۷ نوي ښوونکي پر دندو ګومارل کېږي چې د ښوونکو د کمښت ستونزه به ورسره هواره شي.
د بلخ مرکز مزار شریف ښار کې لسګونو ښځو د یوې غونډې په ترڅ کې، د حجاب له رعايتولو څخه ملاتړ وکړ او دا يې يو اسلامي حکم وباله.
د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت، له انځوریزو رسنیو غوښتي چې د حجاب په اړه له مخکې اعلان شوې طرحې سره سم دې ښځینه ویاندویانې د خپرونو وړاندې کولو پر مهال له سترګو پرته…
د غزني د دهیک ولسوالۍ اوسېدونکې بخت بي بي نږدې یوولس کاله کېږي چې واده شوې، خو تر اوسه یې ۱۲ اولادونه نړۍ ته راوړي؛ له ډلې یې مشر زوی او لور دوه کاله وړاندې په هوایي برید کې ووژل شول او پاتې یو شمېر یې پر خوارځواکۍ اخته دي.
د پکتيا پوهنتون يو شمېر محصلينې وايي چې حجاب د افغان ښځو ملي او ديني ارزښت دى او په دې برخه کې د حکومت د پرېکړې ملاتړ کوي.
کابل ښار کې د یوه لاریون پر مهال یو شمېر ښځو د حجاب په تړاو اعلان شوې طرحې په غبرګون کې اعتراض وکړ، خو د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت وایي چې حجاب د اسلام حکم او فرض دی او باید درناوی ورته وشي.
یو شمېر ښځو د مدیریت په کچه دوی ته د ونډې نه ورکولو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې، له سرپرست حکومت او نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د ښځو دغه ستونزه دې د شرعي او بشري حقونو پر بنسټ پای ته ورسول شي.
یو شمېر افغان مېرمنې او نجونې د حجاب د نوې طرحې د اعلان په غبرګون کې وايي، چې دوی نه یواځې له حجاب سره کومه ستونزه نه لري، بلکې دا د مسلمانو ښځو ښکلا هم ګڼي؛ خو سرپرست حکومت باید د دوی د کار او زده کړو خنډ نه شي.
یو شمېر جوزجانۍ مېرمنې د مرخېړیو کرلو له لارې ځان بسیاینې ته رسېدلې دي او له حکومته یې غواړي څو د نورو سبو کرلو په برخه کې روزنه ورکړي.
د افغان ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، د یو شمېر اسلامي هېوادونو سفیران هوکړې ته رسېدلي څو اسلامي نړۍ د افغان ښځو او نجونو له حقونو دفاع وکړي.