ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د دوربابا ولسوالۍ مخورو د ولور نه اخیستو پرېکړه وکړه

د ننګرهار د دوربابا ولسوالۍ مخورو د ولور نه اخیستو پرېکړه وکړه

author avatar
9 Aug 2022 - 17:58
د ننګرهار د دوربابا ولسوالۍ مخورو د ولور نه اخیستو پرېکړه وکړه
author avatar
9 Aug 2022 - 17:58

جلال اباد (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۱): د ننګرهار د دوربابا ولسوالۍ قومي مشرانو پرېکړه وکړه چې تر دې وروسته هېڅوک پر لور یا خور ولور نه شي اخیستی، بلکې يوازې ۱۰۰زره افغانۍ شرعي مهر به ورکول کېږي.

قومي مشران وايي، په دې وروستيو کې په ځینو نورو ولايتونو کې د دويم واده له امله د ولور اندازه تر دوه ميليونه افغانیو رسېدلې او په دې ولسوالۍ هم خلکو د ولور کچه ۶۰۰زره افغانيو ته لوړه کړې وه.

د قومي مشرانو په خبره، د همدغې ستونزې د مخنيوي لپاره يې پرېکړه وکړه چې هېڅوک به د لور یا خور پر سر ولور نه اخلي.

د دوربابا ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي کفترخان د زمري په ۱۸مه پژواک ته وويل، د دغې ولسوالۍ قومي مشرانو او ځايي اوسېدونکو پرېکړه وکړه چې تر دې وروسته به هېڅوک د لور او خور پر سر ولور نه اخلي.

هغه زياته کړه: «دا خو داسې خبره وه چې په دې وروستيو کې په پکتيکا، خوست، هلمند، زابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې خلکو دويم ودونه وکړل او تر شل لکه افغانيو يې ولور ورکړ، نو دلته هم خلکو د ولور کچه پنځه شپږ لکه افغانيو ته لوړه کړې وه، نو ځکه موږ دغه پرېکړه وکړه.»

يو بل قومي مشر ملک ثواب‌ګل هم پژواک ته وويل چې دغه قومي تړه د ښځو د ژوند د خونديتوب په موخه شوې ده.

دی وايي، په تېرو وختونو کې هم دې ولسوالۍ کې ولور ۲۰۰زره پاکستانۍ کلدارې وه، خو کله چې تېر جمهوري نظام سقوط شو، نو خلکو له قومي تړې سرغړونه وکړه او ولور يې زيات کړ.

د نوموړي په وينا، اوس د کونډو ښځو لپاره ۱۵۰زره افغانۍ او پېغلو لپاره ۱۰۰زره افغانۍ د مهر په نوم ټاکل شوې دي.

ملک ثواب‌ګل وايي، که هر چا له دغې پرېکړې سرغړونه وکړه نو د قانوني او شرعي سزا په خاطر به د ولسوالۍ چارواکو ته سپارل کېږي چې په عام محضر کې سزا ورکړي.

په همدې حال کې د دوربابا ولسوال حاجي نصرالله د ولس له دغې پرېکړې خوښ دی او ډاډ ورکوي که هر چا ترې سرغړونه وکړه نو د قانون او شرعيت له مخې به سزا ورکړل شي.

هغه وويل، که ولس د هرې ستونزې د حل لپاره همداسې سره لاسونه ورکړي نو ستونزې هم کمېدلای شي او ښې حکومتولۍ ته زمينه برابرېدلای شي.

د دوربابا ولسوالۍ قومي مشرانو دا هم وويل، خپله هغه پرېکړه يې هم تازه کړې چې هېڅوک به په خپلو سيمو کې دولت ضد ډلو او وسله‌والو ته ځای نه ورکوي او نه به ورسره همکاري کوي.

Visits: 1145

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.