ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دایکنډي کې سوداګرې ښځې د پلور بازار کمرنګه کېدو او د مشتریانو له کموالي شکایت لري

دایکنډي کې سوداګرې ښځې د پلور بازار کمرنګه کېدو او د مشتریانو له کموالي شکایت لري

author avatar
18 Jul 2022 - 18:28
دایکنډي کې سوداګرې ښځې د پلور بازار کمرنګه کېدو او د مشتریانو له کموالي شکایت لري
author avatar
18 Jul 2022 - 18:28

نیلي (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۱): په دایکنډي کې فقر، بېکاري او سختې اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي چې د دغه ولایت په مرکز کې د کارګرو او سوداګرو ښځو کاروبار کمرنګه شي.

معصومه حیدري چې د دایکنډي مرکز نیلي په نوي ښارګوټي کې د رختونو د پلور او د نارینوو د جامو ګنډلو لوی مرکز لري، وایي چې د خلکو د اقتصادي ستونزو له امله د دوی کاروبار هم کمرنګه شوی دی.

هغې زیاته کړه، په تېرو کلونو کې د هغې ۸۰ سلنه مشتریان سړي او یوازې ۲۰ سلنه یې ښځې وې، خو اوس خلک د رخت پېرلو او کالیو ګنډلو سره لیوالتیا نه لري او د کار اوسني شرایط هم کارګرو ښځو ته ستونزمن شوي دي.

هغې وویل، تر څه مودې مخکې یې په خپله کارخونه کې ۶ نجونې او هلکان کارګران لرل، خو اوس له ډلې یې یوازې درې کسان پاتې دي او نور یې د کار او عاید د کموالي له امله اېستل شوي دي.

هغه وایي، اوس یې د ۳۵۰زره افغانیو په لګښت رخت پېرلی دی، خو پلور ته یې اندېښمنه ده او په سختۍ سره د کور لګښت برابروي.

مېرمن حیدري وویل چې تر تېر کال پورې د دایکنډي د سوداګرو ښځو د ټولنې مسووله هم وه چې له ۴۰ ډېر غړي یې لرل، خو ډېری دغو ښځو خپل کاروبار او عاید له لاسه ورکړي او نور د دې وس نه لري چې د کار بازار ته را ورګرځي.

دغه‌راز، بېنظیر حسیني په دایکنډي کې یوه بله سوداګره ده چې له ۱۴ کلونو راهیسې د ښځو د لاسي صنایعو د تولید او پلور کاروبار لري.

هغه وایي، له ۱۳۸۷ کال راهیسې یې په دایکنډي کې د لاسي صنایعو جوړولو او پلورلو ته مخه کړې چې په تېرو کلونو کې له دغه کاره ډېر ښه عاید لرل، خو اوس د پلور نشتوالي او اقتصادي ستونزو له امله له عایده پاتې ده.

هغې وویل، تر تېر کاله پورې یې له ولایته بهر هم پېرودونکي درلودل او ان سیمه‌ییزو چارواکو خپلو مېلمنو ته د سوغات په نوم له دوی خریداري کوله، خو اوس له دغو مشتریانو نه کوم خبر نشته.

هغې په خپل دوکان کې ښځینه او نارینه محلي لباسونه، محلي خولۍ، برک واسکټونه، ګلیمونه، نیمڅي او د ناوې جهیز لپاره توکي د پلور لپاره ايښي دي.

هغه وایي، تر تېر کال پورې یې په اوسط ډول د ورځې ۵۰۰ افغانۍ عاید درلود او له دې لارې یې د کورنۍ په اقتصاد کې اغېزناک رول ترسره کاوه، ان په مناسبتونو او فرهنګي محفلونو کې په ورځ کې تر ۵۰۰۰ افغانۍ هم ترلاسه کړي دي.

مېرمن حسیني زیاتوي چې خلک اوس د لاسي صنایعو او سیمه‌ییزو کالیو د پېرلو وس نه لري او یوازېنۍ هڅه یې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کول دي.

دغه سوداګرې ښځې له حکومته غواړي څو کارګرو ښځو د کار د ودې لپاره خلکو ته سپارښتنه وکړي چې له هغوی خریداري وکړي.

په دغه حال کې، د نیلي ښاروالۍ مسوولین هم د ښځو د کاروبار کمېدل مني.

د نیلي ښاروال زین‌الدین عثماني وویل، د ثبت شوو ارقامو له مخې  تر تېر کاله پورې ۱۹ سوداګرو ښځو د دایکنډي مرکز کې فعالیت درلود چې له دې ډلې ۸  کسانو یې رسمي جوازونه اخیستي وو.

هغه زیاته کړه چې په ۱۴۰۱ کال کې یوازې ۴ ښځو د کار د فعالیت جوازونه اخیستي دي چې د خیاطي، لاسي صنایعو او سینګارتونو برخو کې فعالیت کوي.

Visits: 128

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.