ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجانۍ مېرمن: د ښځو لپاره دې د کرنې روزنیز پروګرامونه ډېر شي

جوزجانۍ مېرمن: د ښځو لپاره دې د کرنې روزنیز پروګرامونه ډېر شي

author avatar
10 Jul 2022 - 09:13
جوزجانۍ مېرمن: د ښځو لپاره دې د کرنې روزنیز پروګرامونه ډېر شي
author avatar
10 Jul 2022 - 09:13

شبرغان (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۱): د جوزجان يوه مېرمن چې د کرنې له لارې د خپلې کورنۍ اړتياوې پوره کوي، له حکومته غواړي چې د هغې په شان له ښځو ملاتړ او د کرنې روزنیز پروګرامونه ورته پراخ کړي.

د يادونې ده، په تېرو۲۰ کلونو کې زرګونه مېرمنې د کرنې په برخه کې روزل شوې او د کار کولو وسايل هم ورته وېشل شوي دي.

د شبرغان د «کوک ګنبد» کلي اوسېدونکې راحله یوه له هغو مېرمنو ده چې د کرنې له روزنیز کورس څخه له فراغت وروسته یې په کور کې باغچه جوړه کړی او د خپل کور ورځنی چارې پر مخ بیایي.

هغې چې د خپلې څلور کسيزې کورنۍ يوازېنۍ سرپرسته ده، پژواک خبري اژانس ته وويل: «لس کاله کېږي چې سبزيجات کرم او د ځان او درېيو اولادونو د ژوند اړتياوې له همدې لارې برابروم.»

هغه چې خاوند یې ۱۲ کاله مخکې له لاسه ورکړی، وايي: «د ژوند ستونزو له امله مې دروند کار کولو ته مخه کړه او اوس د کرنې په کار بوخته او بخور و نمیر ژوند لرو.»

راحله په خپله باغچه کې هر ډول سبزیجات کري او پر دې سربېره چې د خپلې کورنۍ ورځنۍ اړتیاوې ترې پوره کوي، پلوري یې هم.

هغې زیاته کړه: «د میاشتې لږ تر لږه له لسو تر پنځلس زره افغانیو سبزیجات پلورم او د شپږو میاشتو لپاره مې هره میاشت ۷۰ ډالر مزد واخیست چې دې مسئلې زما په ورځني ژوند مثبت اغېز کړی دی.»

دغه مېرمن له مسوولو چارواکو غواړي چې د اړمنو کورنيو د اقتصادي پر ځان بسیاینې لپاره دې د کرنې روزنیز پروګرامونه ډېر کړي.

خو دا یوازې راحله نه ده چې خپل ژوند د کرنې له لارې پر مخ وړي؛ د شبرغان ښار د مرغاب په کلي کې حميده هغه ښځه ده چې د ورېښمو چنجيو روزنې په برخه کې کار کوي، هغې پژواک خبري اژانس ته وويل: «د دغه کاري پروګرام له پیل مخکې مو د یو من اوړو اخیستلو توان نه درلود.»

دغې مېرمنې د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري د کرنې او مالدارۍ په روزنیزو پروګرامونو کې له ګډون وروسته مې د ورېښمو د چنجيو روزنه زده کړه او اوس په دې برخه کې کار کوي.

نوموړي زیاته کړه: «ما په شپږ میاشتني پروګرام کې د ورېښمو چنجيو روزنه زده کړه، د کار لپار یې وسایل راکړل او اوس پر خپلو پښو ولاړه یم.»

هغه دا هم وايي: «د ښځو لپاره دې د کرنې روزنیز پروګرامونه پراخ شي او له کروندګرو ښځو دې ملاتړ وشي.»

د جوزجان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د دغه ولایت ۲۷۲ کروندګرو ښځو ته د وروستي معاش له ورکړې خبر ورکوي چې د کار په بدل کې د پیسو د ورکړې په شپږ میاشتني پروګرام کې شاملې وې.

د جوزجان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست اجرائيه مدیر ذبيح الله وايي چې د ښځو لپاره د خوړو نړيوال سازمان په مالي همکارۍ روزنیز پروګرامونه دوام لري.

هغه زیاته کړه چې په دې وروستيو کې د دغه ولايت په منګجک او مردان ولسوالیو او مرکز کې ٢٧٢ مېرمنې د کرنې له شپږ مياشتني روزنيز پروګرامه فارغې شوې او هرې يوې ته ٧٠ امريکايي ډالر هم ورکړل شول.

نوموړي څرګنده کړه چې په پام کې لري څو په ولايتونو کې دغه ډول پروګرامونو ته وده ورکړي.

Visits: 22

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.