ښځې
راپورونه
اصیلا وردګ د اسلامي همکاریو سازمان د بشري حقونو جایزه وګټله
د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو د حقونو فعالې او د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون پخوانۍ غړې اصیلا وردګ ته د «بشري حقونو» جایزه ورکړه.
جوزجان کي خواږه پخوونکې: ښځینه سوداګرو ته دې ځانګړی مارکېټ جوړ شي
د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې یوه ښځه توانېدلې چې د خواږه پخولو یوې کارخونې په جوړولو سره د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزو د حل ترڅنګ، ۱۵ نورو اړمنو ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړي.
بامیان کې د ښځو لپاره یو ځانګړی سوداګریز مرکز پرانیستل شو
بامیان کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۵۶ میلیون افغانیو په لګښت د ښځو یو ځانګړی سوداګریز، فرهنګي او تفریحي مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
جوزجان کي یوې ميرمنې د خیاطي کارګاه جوړولو له لارې لسګونه ښځو ته د کار زمینه برابره کړې
جوزجان کې یوې مېرمنې چې د خیاطي کارګاه جوړولو له لارې یې لسګونه ښځو ته د کار زمینه برابر کړې، له کورنیو وغوښتل چې د خپلو لوڼو د وړتیاوو پر وړاندې خنډ ونه ګرځي.
بلخ کې د ښځو اړوند ۱۵ بېلابېلې کارخونې پر لمریزې برېښنا سمبالې شوې
بلخ کې د ۲۲۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د ښځو اړوند ۱۵ بېلابېلو کارخونو ته د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ شو.
مسوولین: بامیان کې د لاسي صنایعو له تولید سره د ښځو لېوالتیا مخ په ډېرېدو ده
د بامیان ځايي مسوولین په دغه ولایت کې د لاسي صنایعو له تولید او پلور سره د ښځو لېوالتیا له ډېرېدو خبر ورکوي، خو سوداګرې ښځې وايي چې اړوند بنسټونه دې د پلور او بازارموندنې برخه کې ورسره مرسته وکړي.
د یوناما مشرې: پر افغان ښځو محدودیتونو په بېلابېلو برخو کې د هغوی لاسرسی محدود کړی
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا، یو ځل بیا د افغانستان دسرپرست حکومت لخوا پر افغان نجونو او ښځو باندې له شپږم ټولګي پورته زده کړو په بندیز اندیښنه ښودلې ده.
بلخ کې کارګرې ښځې د کار او مزد له کموالي شکایت کوي
د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې یو شمېر کارګرې ښځې د کار او مزد له کموالي شکایت کوي او له حکومته په دایمي توګه د کاري فرصتونو برابرولو غوښتنه کوي.
بلخ کې یوې موسسې معلولو مېرمنو ته د خیاطۍ زدهکړې مرکز پرانیست
د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د ټیکا موسسې له لوري یو شمېر معلولو ښځو او د شهیدانو وارثینو ته د خیاطۍ د زدهکړې یو مرکز پرانیستل شو.
د انلاین زدهکړو پروګرامونو زیاتېدل؛ خو شنونکي دغه پروګرامونه غیر موثر ګڼي
تعلیمي او تحصیلي مرکزونو ته د نجونو پر تګ له بندیز وروسته د نجونو د زدهکړو لپاره د انلاین کورسونو جوړېدل مخ په زیاتېدو دي، خو شنونکي د دغه ډول پرګرامونو جوړېدل ګټور نه بولي او وايي، انلاین زدهکړې د حضوري زدهکړو بدیل نه شي کېدای.
ځینې میندې د لور زېږون له امله له سخت تاوتریخوالي سره مخ کیږي
ښځې د انساني ټولنې نیمه برخه جوړوي او په اسلام کې هم د عزت او درناوي وړ دي، خو سره له دې ځیني کسان د لور پر زېږون خپه کېږي او ان تر دې چې له امله یې د لور مور ځوروي، طلاق کوي او وژني یې.
بدخشان کې سوداګرې: له تاجکستان سره د ګډ بازارګي پرانیستو زموږ د لاسي صنایعو بازار غوړولی دی
د بدخشان په اشکاشم ولسوالۍ کې یو شمېر سوداګرې وايي، که څه هم چې د ملي او نړۍوالو موسسو له لوري هیڅ ډول مرسته نه ده ورسره شوې، خو له تاجکستان سره پر پوله د دې ولسوالۍ د ګډ بازارګي پرانیستو یې د لاسي صنایعو بازار غوړولی دی.
تخار کې صنعتگرې ښځې: لاسي صنایعو ته د بازارموندنې لپاره دې «زموږ کلی زموږ ویاړ» بازار بېرته فعال شي
تخار کې یو شمېر صنعتګرې ښځې د اندښنې په څرګندولو وايي چې مخکې یي د خپلو لاسي صنایعو پلور لپاره د «زموږ کلی زموږ ویاړ» په نوم ځانګری بازار درلود، خو دغه بازار له دوو…
اروپایي ټولنې له افغان مېرمنو او نجونو سره د ۱۴۰ میلیون یورو مرستې اعلان وکړ
اروپايي ټولنې له افغانستان او په ځانګړې توګه افغان مېرمنو او نجونو سره د ۱۴۰ میلیون یورو مرستو خبر ورکړی دی.
ندیم: ښځې دې بېړه نه کوي؛ په ټولو برخو کې یې د شریعت مطابق د حقونو ورکولو ته ژمن یو
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست وایي چې ښځې دې د تعلیم برخه کې بېړه نه کوي؛ ځکه اسلامي امارت د شريعت مطابق د هغوی د ټولو حقوقو ورکولو ته ژمن دی. هغه دغه راز زیاته…
سمنګان کې ۳۰۰ اړمنو ښځو ته د کار زمینه برابره شوې
په سمنګان کې د وچې مېوې ټولنې مسوولین وایي چې دغه ولایت کې یې له ۳۰۰ ډېرو بېوزلو او اړو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
بلخ کې د سلګونو ښځو په ګډون درې زره کسان د جامو ګنډلو ۶۰ کارخونو کې په کار بوخت دي
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د جامو ګنډلو ۶۰ کارخونو کې شاوخوا درې زره کسان په کار بوخت دي چې ډېر یې ښځې دي.
نیمروز کې یوې ښځې د دوه زره افغانیو پانګونې سره نانځکو جوړولو یوه کارګاه جوړه کړې
نیمروز کې یوې ښځه چې په بېساري نوښت سره یې د دوه زره افغانیو په پانګونې د نانځکو یوه کارګاه جوړه کړې، وايي، که ملاتړ یې وشي، وبه کولای شي د خپلو تولیداتو کچه لوړه او نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړي.
بلخ کې یوې مېرمنې ۳۰۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې یوې مېرمنې د غالۍ او وړۍ اوبدلو کارګاه په جوړولو سره ۳۰۰ بېوزلو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

























