Language

ندیم: ښځې دې بېړه نه کوي؛ په ټولو برخو کې یې د شریعت مطابق د حقونو ورکولو ته ژمن یو

کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۲): د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست وایي چې ښځې دې د تعلیم برخه کې بېړه نه کوي؛ ځکه اسلامي امارت د شريعت مطابق د هغوی د ټولو حقوقو ورکولو ته ژمن دی.

هغه دغه راز زیاته کړې چې د اسلامي امارت تصامیم او پرېکړې له شریعت سره سمې دي او ولس ته په کار ده چې ملاتړ یې وکړي.

دغه څرګندونې د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست شیخ مولوي ندامحمد نديم تېره شپه له ملي ټلوېزیون سره په ځاګړې مرکه کې کړې دي.

ندیم د مرکې پر مهال د نجونو زده‌کړو د بېرته پيل په اړه د پوښتنې په ځواب کې ويلي: «دا مسئله خو واقعاً داسې يوه مسئله ده چې يو جنجال ځینې جوړ دی.»

login or register a new account.

Related Topics