Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د راپورونو له مخې، د اندونیزیا په جاوا ولایت کې د ډبرو یوه کان نړېدو پېښه کې لږ تر لږه ۱۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او د نادرکو کسانو پیدا کولو لپاره هڅې اوس هم روانې دي.
ارګ وایي، د کابینې په غونډه کې د سړک غاړې پلورونکو د تنظیم طرحه تایید او د څلوېښت سلنې فیس په تخفیف د اسلامي امارت د مشرتابه له منظورۍ وروسته د تایید وړ وګڼل شوه.
اسلامي امارت د ترک دولتونو سازمان اعلامیې ته په غبرګون کې ویلي، ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به د هیچا پر وړاندې نه کارول کېږي او کورنیو موضوعاتو ته په خپله افغانان رسېدنه کوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وايي، کابل له روسیې او چین سره په خبرو بوخت دی څو له دغو هېوادونو سره سوداګریزې معاملې په ملي اسعارو ترسره شي؛ کارپوهان بیا د دغه اقدام ستاینه کوي.
د امریکا پخوانی ولسمشر جو بایډن د پروستات پر سرطان اخته شوی او ناروغي یې پرمختللې ښودل شوې ده.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د اسیا پراختیایي بانک په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ پراختیایي پروژو د پلي کېدو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
د راپورونو له مخې، د افغانستان د ولسي جرګې د پخواني مرستیال عبدالظاهر قدیر دویمه محکمه تېره ورځ په نایروبي کې ترسره شوه او ټاکل شوې د مې په ۱۳مه امریکا ته د هغه د سپارلو یا نه سپارلو په اړه پرېکړه وشي.
د پاکستان او هند ترمنځ د روان کړکېچ له امله د پاکستان کرکټ بورډ ویلي چې د سوپر لیګ پاتې لوبې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست د اېمسيسي چیني شرکت له استازو سره د مخابراتي خدمتونو، ټکنالوجۍ او دغه راز د مصنوعي ځیرکتیا برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې، د ایران د بندرعباس ښار په «شهید رجایي» بندر کې چاودنه شوې چې له امله یې ۲۸۱ کسان ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی عبدالظاهر قدیر په کینیا کې نیول شوی او امریکا له هغه هېواده غوښتي چې ور ویې سپاري.
کابینې راستنو شوو کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ پر چټکټیا ټينګار کړی او دغه راز د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته یې دنده سپارلې چې په ایران کې د مېشتو افغانانو د هویت د تثبيت لپاره دغه هېواد ته یوه ډله ولېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP