Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اوکراین پر اودیسا د روسیې بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو کې یو کس وژل شوی او ۱۴ نور ټپیان دي

کابل (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د اوکراین پر بندري ښار اودیسا د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو کې یو کس وژل شوی او لږ تر لږه ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې برید تېره شپه شوی او د اوکراین د هوايي دفاع ځواکونو د فعالیتونو او د ملکي زیربناوو د څو برخو ترڅنګ د استوګنې ودانیو، د لوړو زده‌کړو یوې موسسې، د ګازو یوې نل‌لیکې او شخصي موټرو ته زیان رسېدلی دی.

په راپور کې راغلي چې د دغه برید له امله په څو لوړپوړیزو ودانیو کې اورلګېدنه رامنځته شوې او د رېل‌پټلۍ زیربناوو ته هم زیان رسېدلی دی.

د اوکراین هوايي ځواک ویلي چې تېره شپه د اوکراین پر ځینو برخو په ټوله کې له ۸۶ روسي بې‌پیلوټه الوتکو استفاده شوې چې له دې ډلې ۳۴ یې غورځول شوې او ۳۶ نورې یا له مسیره وتلې او یا له چاودېدونکو توکو پرته تمریناتي الوتکې وې.

د سرچینې په خبره، د اوکراین پر بندري ښار اودیسا د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو برید کې یو کس وژل شوی او لږ تر لږه ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز، د اوکراین د دولتي اوسپنې پټلۍ شرکت (اوکرزالیزنیتسیا) اعلان کړی چې د دغه برید په پایله کې د اودیسا رېل‌ګاډي تمځای ته زیانمن رسېدلی او د برېښنا او پټلۍ مزي ویجاړ شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.