اسلامي امارت د بلوچستان په خضدار ولسوالۍ کې د ښوونځي پر بس موټر د تېرې ورځې برید غندلی او ویلي یې دي چې پاکستاني چارواکي باید بې له کوم دلیل او توجیه څخه د دغسې پېښو مسؤولیت پر افغانستان وانهچوي.
د راپورونو له مخې، په پاکستان او هند کې د ځینو هوایي ډګرونو فعالیتونه درېدلي، د پاکستان او شمالي هند پر هوایي حریمونو الوتنې نه کېږي او پاکستان ویلي چې تېره شپه یې د هند ۱۲ بېپیلوټه الوتکې غورځولې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت «د پاکستان – هند اړیکو کې ترینګلتیا او پر سیمه یې اغېزې» تر سرلیک لاندې په یوه ناسته کې ویلي چې ا.ا ته سیمهییز ثبات او امن مهم دی او هڅه به یې دا وي چې دا شخړه له سولهییزې لارې هواره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP