Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکستان او اوزبېکستان بهرنیو چارو وزیرانو د «یو‌اې‌پي» اوسپنې پټلۍ پروژې په اړه خبرې کړې

کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۴): د پاکستاني د بهرنیو چارو وزیر له خپل ازبکستاني سیال سره د اوزبېکستان – افغانستان – پاکستان اوسپنې‌پتلۍ (یو‌اې‌پي) پروژې او د سیمه‌ییزې همکارۍ د پیاوړتیا په اړه ټيلېفوني خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له مخې، د دغه هېواد د بهرنیو چار وزیر او د لومړي وزیر مرستیال محمداسحاق ډار د اوزبېکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعید‌وف سره د (UAP) د اوسپنې پتلۍ پروژې او د سیمه‌ییزې همکارۍ پر پیاوړتیا ټیلېفوني خبرې کړې دي.

په دې ټیلېفوني خبرو کې اسحاق ډار د دې پروژې په اړه په کابل کې له افغان چارواکو سره د خپلو وروستیو خبرو په اړه معلومات ورکړي او دواړو لورو هیله ښودلې چې درې واړه هېوادونه به ډېر ژر د دې پروژې هوکړه‌لیک نهایي کړي.

د یادې اعلامیې له مخې، دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي او سوداګریز اتصال د ارتقا، د خلکو اړیکې له خلکو سره او د مهمو سیمه‌ییزو او نړی‌والو موضوع‌ګانو په اړه خبرې کړې دي.

د ازبکستان – افغانستان – پاکستان اوسپنې پتلۍ پروژه یوه مهمه سیمه‌ییزه زیربنایي طرحه ده چې موخه یې د افغانستان له لارې د پاکستان له سوېلي بندورونو سره د مرکزي اسیا نښلول دي، دا پروژه اوزبېکستان له افغانستان او وروسته له پاکستان سره نښلوي.

د دې پروژې لومړی هوکړه‌لیک په ۲۰۲۱ کال کې د درېیو واړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شو او موخه یې له مرکزي اسیا سوېلي اسیا ته د توکو د ترانزیټ لپاره یوه لنډه ارزانه او اغېزناکه لاره رامنځته کول دي.

دا پروژه نه یوازې د سیمه‌ییز اتصال پیاوړتیا لپاره مهمه ده، بلکې کولای شي د افغانستان په پراختیایي اقنصاد کې مهم رول ولوبوي، یادې پروژې نوي ترانزیټي، سوداګریز او کاري فرصتونه برابر کړي او افغانستان د مرکزي او سوېلي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ لپاره پر یوې کلیدي لارې بدلوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.