ژبه

د اوکراین جګړې پر سر د امریکا او روسيې د چارواکو تندې خبرې

<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۴): وروسته له هغه چې ډونالډ ټرمپ ادعا وکړه، که دی په قدرت کې نه وای، روسیه به له بدو پېښو سره مخ شوې وه، د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال خبرداری ورکړی ویلي یې دي: «زه یوازې له یوه واقعاً بد شي خبر یم؛ درېیمه نړۍواله جګړه.»</p>

<p style="text-align: justify;">د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستیو کې دوه ځلې د اوکراین پر جګړې نیوکه وکړه او په بې‌سارې څرګندونو کې یې ویلي چې د روسیې ولسمشر پوتین له اور سره لوبې کوي.</p>

<p style="text-align: justify;">د هغه په وینا، هغه څه چې د روسیې ولسمشر یې نه درک کوي، دا دي چې که ټرمپ نه وای، روسیه به له بدو پېښو سره مخ شوې وه.</p>

<p style="text-align: justify;">د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال دیمیتري مدودف پر اېکس‌پاڼه لیکلي: «زه له یوه واقعاً بد شي خبر یم؛ درېیمه نړۍواله جګړه... هیله‌من یم ټرمپ دغه موضوع درک کړي.»</p>