Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکستان – هند اړیکو کې ترینګلتیا او پر سیمه یې اغېزې

کابل (پژواک، ۱۴ غویی ۱۴۰۴): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت «د پاکستان – هند اړیکو کې ترینګلتیا او پر سیمه‌ یې اغېزې» تر سرلیک لاندې په یوه ناسته کې ویلي چې ا.ا ته سیمه‌ییز ثبات او امن مهم دی او هڅه به یې دا وي چې دا شخړه له سوله‌ییزې لارې هواره شي.

د روانې (غویي) میاشتې په درېیمې نېټې د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر په پهېلګام کې پر سیلانیانو وسله‌وال برید وشو. په دغه برید کې ۲۶ کسان ووژل شول او ۱۷ نور ټپیان شول. هند دغه برید د پاکستان له لوري په ملاتړکېدونکو ډلو پورې اړوند وباله او اسلام‌اباد یې له تروریزم څخه پر ملاتړ تورن کړ خو پاکستان دغه تورونه رد کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په نوښت «د پاکستان – هند اړیکو کې ترینګلتیا او پر سیمه‌ یې اغېزې» تر سرلیک لاندې علمي غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې د وروستۍ ترینګلتیا، پر سیمه، په ځانګړې توګه پر افغانستان یې د اغېزو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه د ګردي مېز په بڼه بحث وشو.

یاد وزارت لیکلي چې په یاده غونډه کې لومړی د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز مرستیال حکمت‌الله ځلاند د بحث پر هدف او د موضوع پر اهمیت خبرې وکړې ویې ویل: «موږ اوسمهال د خپل متوازن سیاست په رڼا کي له دواړو هېوادونو سره تعامل لرو.»

هغه ویلي، که دا ترینګلتیا پراخېږي نو پر سیمه او افغانستان به یې هم نېغ په نېغه منفي اغېز ولري.

د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز رییس ولي‌الله شاهین بیا ویلي چې د سیمې دا دوه اتومي هېوادونه به جګړې ته داخل نه شي او رامنځته شوي مشکل ته به حل پیدا کړي.

د بهرنیو چارو وزارت لومړي سیاسي ريیس مفتي نوراحمد نور بیا ویلي چې په کشمیر کې پر سیلانیانو برید له مودو راهیسې شته ترینګلتیا پراخه کړه او له امله یې دواړو هېوادونو تر اوسه داسې اقدامات کړي چې سیمه، په ځانګړې توګه افغانستان ترې اغېزمن دی؛ ده د بېلګې په توګه د واګه بندر تړل یاد کړي دي.

هغه ویلي، د دغه بندر تړل کېدو له امله عملاً د افغانستان سوداګریز مالونه بند پاتې دي او د افغانستان سوداګرۍ سکټور ته پام‌وړ زیان اړوي.

د هغه په خبره، له دې امله اسلامي امارت ته په کار ده چې مخکې له مخکې «د احتمالي پېښو» لپاره چمتووالی ولري.

د هغه په وینا، افغانستان له دواړو هېوادونو سره مشترکات او مثبت تعامل لري او نه غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه وشي، بلکې د اسلامي امارت د متوازن او اقتصاد محوره سیاست په رڼا کې او دا چې اسلامي امارت ته سیمه‌ییز ثبات او امن مهم دی، هڅه به یې دا وي چې دا شخړه له سوله‌ییزې لارې هواره شي.

د یادې غونډې یوه بل ګډونوال حافظ اکرام‌الدین کامل بیا د پاکستان او هند ترمنځ اوسنۍ شخړه کې د اندوس سیند د اوبو تړلو پر حقوقي اړخ بحث کړی او ویلي یې دي چې له یوې خوا د اوږدمهال لپاره په تخنیکي لحاظ د دغه سیند تړل سخت برېښي او له بلې خوا د نړۍوالو قوانینو له مخې هم د دغه سیند تړل کېدل بېلابېل حقوقي اړخونه لري، خو د اوس لپاره دا موضوع هم په اړیکو کې د ترینګلتیا د یوې پام‌وړ پایلې په توګه راڅرګنده شوې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.