کابل کې لسګونو مېرمنو او نجونو د یوه لاریون پر مهال، په داسې حال کې ښوونځیو ته له شپږم ټولګي پورته نجونو د تلو غوښتنه کوله چې ملګري ملتونه هم وایي، د نجونو پر تعلیم بندیز د افغانستان لپاره نه جبرانېدونکی زیان لري.
راپورونه ښیي، د اوکراین ولسمشر په داسې حال کې له نړۍ د مرستې غوښتنه کړې چې روسي پوځیان د اوکراین پلازمېنې کيیف ته نږدې شوي او د پلازمېنې شمال ته پروت د چرنوبیل ښار یې نیولی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په ایران کې له مېشت افغان کډوالو سره د یو میلیون پونډ مرستې خبر ورکړی دی.
. . .
د کورنيو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار په کارته پروان سیمه کې پر يوه موټر چاودنه شوې ده، خو مرګ ژوبله نه لري.
پخواني ولسمشر حامد کرزي او ډاکتر عبدالله عبدالله د کابل له والي عبدالرحمن منصور سره لیدلي دي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن په افغانستان کې له پاتې امریکایانو سره ژمنه وکړه چې که څه هم له افغانستانه د وګړو ایستل خطرناک ماموریت دی، خو ژمنه یې وکړه چې پاتې ټول امریکایان او همکاران به یې وباسي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي چې د وروستیو جګړو له امله له یو شمېر ولایتونو څخه کابل ته ۱۳ زره او ۵۰۰ کورنۍ کډوالې شوې دي.
د کونړ ولایت مقام، لوګر او پکتیکا ولایتونه سقوط او په ګردېز ښار کې سخته جګړه روانه ده.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر جنرال عبدالستار میرزکوال د کابل د چهاراسیاب ولسوالۍ له امنیتي پوستو او منسوبینو سره ولیدل.
ولسمشر غني د جګړې د لومړۍ کرښې له یوشمېر افسرانو او سرتېرو سره په ټیلېفوني خبرو کې د هغوی د سرښندنو ستاینه وکړه.