Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملګري ملتونه : کابل ته څه دپاسه ۱۳ زره کورنۍ کډوالې شوې دي

کابل (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۰) : د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي چې د وروستیو جګړو له امله له یو شمېر ولایتونو څخه کابل ته ۱۳ زره او ۵۰۰ کورنۍ کډوالې شوې دي.

د اوچا ادارې له خوا د زمري په ۱۳مه، پژواک اژانس ته په یوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یادې کورنۍ تر ډېره د افغانستان له شمال، سوېل لوېدیځ او سوېل ختیځو ولایتونو څخه را کډوالې شوې دي.

سرچینې زیاته کړې، چې یو شمېر بې ځایه شوې کورنۍ په کرایي کورونو او ځینې له خپلو دوستانو سره اوسیږي او یو زیات شمېر نورو د کابل ښار په پارکونو او د سړکونو تر غاړو اړولي دي.

د اوچا د معلوماتو په اساس، څه باندې ۲۰ خیره بنسټونو کابل ته د راکډوالو شویو کورنیو په اړه سروې پيل کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د معلوماتو په اساس، یادو خیره بنسټونو په تېرو ۱۳ ورځو کې له ۶۶۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو، نغدو پیسو، روغتیا او په ځینو نورو برخو کې لازمې مرستې کړې دي.

په افغانستان کې د جګړو له زیاتېدو سره ګڼ شمېر کورنۍ د خپل سر د خوندیتوب لپاره کابل ته راغلې دي.

تېره اوونۍ طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر وویل چې کابل ته د راکډه شوو کورنیو شمېر ۱۷۰۰۰ ته رسیږي چې زیاته برخه یې له شمالي ولایتونو څخه راغلي دي.

د افغان چارواکو په وینا، په تېرو څه باندې دوو میاشتو کې په افغانستان کې د جګړو له امله څه باندې ۶۰زره کورنۍ بېځایه شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.