Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د پاکستان د لاهور ښار د یوې دیني مدرسې مشر مفتي عزیز الرحمن پولیسو ته منلې ده چې له خپل شاګرد سره یې جنسي اړیکې درلودې.
د افغانستان، ترکیې او ایران درې اړخیزه ناستې د افغانستان ستونزې ته د سیاسي حل لارې پر پیداکولو، اوربند او د سولې خبرو د بریالیتوب په اړه د هېوادونو پر رغوونکي رول ټینګار وکړ.
د هېواد لویه څارنوالي وايي چې د روان کال د دویمې ربعې په جریان کې د کابل ولایت استیناف څارنوالۍ ۳۶۶ جرمي قضیو ته رسېدنه کړې ده.
د پاکستان د پنجاب ایالت پولیسو د مفتي عزیز الرحمن په نوم د یوې مدرسې هغه مشر نیولی چې له طالب العلمانو سره د جنسي اړیکو تور پرې لګېدلی دی.
د افغانستان د عدليې وزارت وایي چې په هېواد کې به د بین المللي پوهنتونونو فعالیت ډېر ژر قانوني شي.
د پاکستان حکومت وایي، د هغه مفتي په اړه یې څېړنې پیل کړې چې له یوه طالب العلم سره یې د نامشروع جنسي اړیکو ویډیو خپره شوې ده.
په کابل ښار کې د ترافیکي پیښې له امله لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
له نشه يي توکو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز وایي چې د تېرې اوونۍ په لړ کې ۲۶ کسان د نشه یي توکو د قاچاق د ۲۲ قضیو په تړاو د لومړنۍ او استېناف محاکمو له لوري له ۵ کلونو تر ۲۰ کلونو پورې پر بند محکوم شول.
د کابل پولیس وایي چې طالبانو د دغه ولایت د پغمان ولسوالۍ مربوطاتو کې پنځه ملکي وګړي وژلي دي.
د کابل پولیس وایي چې د دغه ښار په ۶مه او ۱۳مه ناحیو کې د دوو جلا چاودنو له امله اووه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د امریکا د دفاع وزیر لویډ آسټن وایي ، د خلیج په حوزه کې د امریکایي اډو په مرسته افغانستان کې د څارنې او جنګي ماموریت له پخوا څخه پیل شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ۱۶ ولایتونو کې د کرونا ۱۰۲۴ تنه ناروغان ثبت شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP