ژبه

مفتي عزیز الرحمن له خپل شاګرد سره پر جنسي اړیکو اعتراف وکړ

کابل (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۰) د پاکستان د لاهور ښار د یوې دیني مدرسې مشر مفتي عزیز الرحمن پولیسو ته منلې ده چې له خپل شاګرد سره یې جنسي اړیکې درلودې.

نوموړی وروسته له هغه د پولیسو له خوا ونیول شو چې له خپل یوه شاګرد سره یې د جنسی اړیکو ویډیوپه ټولنیزو شبکو کې خپره شوه.

د پاکستان جیو تلوېزیون د غبرګولي په ۳۱مه، خبر ورکړی چې مفتي عزیز الرحمن د پلټنو پر مهال منلې ده، چې جنسي اړیکې یې درلودې او د ده شاګرد قاري صابر شاه په پټه د نوموړي ویډیو اخیستې ده.

هغه زیاته کړې چې دغه شاګرد ته یې ګواښونه کول چې که ورسره جنسي اړیکې ونه ساتي، نو په ازموینو کې به یې ناکام کړي او د بریا په بدل کې یې ورسره جنسي اړیکې نیولې.

مفتي عزیز الرحمن ویلي، چې قاري صابر شاه د ده د زامنو له خوا ګواښل شوی و چې ویډیو به نه خپروي، خو هغه ویډیو خپره کړه.

د نوموړي په وینا، کله چې صابرشاه پولیسو ته شکایت وکړ، نو میانوالي ولسوالۍ ته ولاړ، خو هلته پولیسو ونیوه.

هغه په خپلې یادې کړنې پښېماني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې تېروتلی دی.

خو مفتي عزیز الرحمن د یادې ویډیو تر خپرېدو وروسته په یوه بله ویډیو کې پر قران کریم لاس ایښی و او ادعا یې کړې وه چې د نشې په حالت کې چې پر ځان نه پوهېده د یوې دسیسې له مخې یې دغه ویډیو اخیستل شوې ده.

د راپورونو له مخې، د قاري صابر شاه په نوم متضرر طالب پولیسو ته شکایت کړی او ادعا یې کړې وه چې دغه مفتي د هرې جمعې په ورځ ورسره جنسي اړیکې نیولې.

خو د ده له سپیناوي وروسته په ټولنیزو شبکو کې د نوموړي نورې ویډیوګانې هم خپرې شوې چې په عادي حالت کې له یاد شاګرد سره غیر اخلاقي کارونه کوي.

بلخوا په دیني چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار او د پاکستان د علماوو بورډ مشر مولانا طاهر اشرفي ویلي چې د دغې پېښې په اړه پلټنې پیل شوې دي.

هغه زیاته کړې وه چې دا یو شخصي عمل دی او له ادارو سره دې نه تړل کېږي.

مفتي اشرفي ویلی و، له پلټنو وروسته که چېرې جرم ثابت شي، نو مجرم به سرچپه ځوړند کړای شي.

د یادونې ده، چې مفتي عزیزالرحمن په لاهور ښار کې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د مذهبي ګوند جمعیت علمای اسلام مرستیال او په همدغه ښار کې د پاکستان د دیني مدرسو د ادارې (وفاق المدارس) مسوول هم دی.

خو له یادې پېښې وروسته هغه د وفاق المدارس له مسوولیت او د دارالعلوم له مشرۍ لرې کړای شوی دی.